د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

هند او جرمني خپل تجارتي اړيکي پراخوي


د جرمني صدراعظمه
د جرمني صدراعظمه
هند او جرمنی غواړي چې په خپلو کې د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو ته پرختیا ورکړي. دی هدف ته درسیدو لپاره د د دواړو هیوادونو صدراعظمانود خپلو حکومتونو د خپل منځی همکاریوګډه غونډه په برلین کې جوړه کړه.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل او د هند صدراعظم من موهن سنګ نن په داسې حال کې د خپلو کابینوپه ګډه غونډه کې خبرې وکړې چې جرمني او هند چې یو د اروپا لوی صاردونکی او بل د اسیا لوی نفوس لرونکی دي، غواړي دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

جرمني، دې ته په پام سره چې ایروزون له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، غواړي له هغو لویوهیوادونو سره چې په نړۍ کې د پیاوړي اقتصاد لرونکو هیوادونو په توګه د راڅرګندیوپه حال کې دي، د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې پراخې کړي. هند چې یوله دغو هیوادونو دی، بیا غواړي چې د جرمني تکنالوژۍ او مهارتونه په تیره بیا د بیا احیاکیدونکې انرژۍ او پوهنې په برخو کې ترلاسه کړي.

سینګ او میرکل چې ویل کیږي په خپلو کې ښې اړیکې لرې، هغه غونډه پرانسته چې د هند او جرمني د حکومتونوترمنځ د مشوروپه نوم یاده شوې او پکې د دواړو کابینوغړي په هرو دوکلونو کې یووارراغونډیږي. وروستی ځل دا ډول غونډه د ۲۰۱۱ کال د می په میاشت کې په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه.

جرمني دا ډول اړیکې یواځې له یوشمیراروپایي هیوادونو، چین او اسرایل سره لري.

د فرانسپرس خبري اژانس په وینا سینګ مخکې له دې چې برلین ته روان شي، وویل، په داسی حال کې چې هیواد یې د کورنۍ پانګونې د پیاوړي کیدو او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره اقداماتو ته دوام ورکوي ترڅواقتصادي وده بیرته پخوانۍ د اوږدې مودې اته فیصدو ته ورسوي، نوی ډیلی په پام کې لري چې له جرمني سره د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو ته پراختیا ورکړي.

سینګ په یوه بیان کې وویل چې جرمني د بنسټیزو تاسیساتو، تولیداتو، ساینس او تکنالوژۍ، لوړوزدکړو، حرفوي زده کړو او پاکې او احیاکیدونکې انرژۍ په برخو کې زموږاساسي شریک دی.

دواړه هیوادونه تمه کوي چې په دې برخو کې یوشمیرتړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

له سینګ سره جرمني ته په سفرکې د سوداګرویوه لویه ډله هم ملګرې ده.

ټاکل شوې وه چې د دواړو هیوادونو حکومتونه د افغانستان د روان وضعیت، د ایران د اټومي لانجې او د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د اصلاحاتو لپاره د دواړو هیوادونو د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړي.

جرمني په اروپاکې د هند لوی اقتصادي شریک دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه په ۲۰۱۱ کال کې اتلس میلیارډو درې سوه میلیون ایرو ته رسیده.
XS
SM
MD
LG