د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

شخړې به منځنۍ اسيا ته وغزېږي


جینس انټلجنس رویو
جینس انټلجنس رویو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امنیتي تشې ته اشاره کوي. د دې چاپي خپرونې په باور دغه ستونزه به په منځنۍ اسیا کې پیدا شي.
جینس انټلجنس رویو لیکي، لومړی خو د ۲۰۱۴ کال تر ټاکلې نیټې مخکې د ځواکونو وتل دا اندیښنې زیاتوي چې منځنۍ اسیا ته به شخړې وغځیږي.
دوهمه ستونزه د خپرونې په باور د منځنۍ اسیا د امنیتي او استخباراتي ځواکونو ده چې د خپلو واکمنو رژیمونو د ګټو په خوندي کولو بوخت دي او په کور دننه نه سم روزل شوي او نه هم له ولس سره سم نژدې دي.
دریمه خبره دا ده چې د دې سربیره چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خوشبینیو وړاندوینې کیږي، خو ډیر امکان لري چې د منځنۍ اسیا هیوادونه په راتلونکو کلونو کې له داسې امنیتي ستونزو سره مخامخ شي چې استخباراتي ادارې یې ځواب ویلو ته چمتو نه دي.
ګارډین
ګارډین ورځپاڼې بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه ورځپاڼه د بریتانیا د پارلمان د غړیو دې اندیښنې ته اشاره کوي چې کله راتلونکی کال بریتانیایي، امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، ښایي په دغه هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شي.
ګارډین بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د بریتانیا مرستو ته اشاره کړې او څرګندوي، د اقتصاد او روزنې په برخو کې د بریتانیا مرستې پکار دي چې په هغو ځایونو کې وشي چې لندن یې غواړي او کوم اهداف چې د دې مرستو د کولو له لارې ترلاسه کوي هغه باید ترلاسه شي.
ورځپاڼه څرګندوي، هغه کسان چې د سولې په خبرو کې ښکېل دي، باید پوه شي چې بریتانیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو مساله، د ماشومانو د حقونو مساله، د اقلیتونو د حقونو مساله، له اداري فساد سره مبارزه او د قانون د حاکمیت موضوع ته ځیره ده.
فارین پالیسي
د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې فارین پالیسي بیا په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د بودیجې پر کمیدو لیکنه کړې.
د امریکا دفاع وزارت په روان میلادي کال کې د افغانستان د جګړې لګښت نژدې لس میلیارډه لږ اټکل کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د مالي برخې مسوولان وایي، د دې لپاره چې دا معلومه نه ده چې څومره پوځیان راتلونکی کال په افغانستان کې پاتیږي، نو دوی نه شي کولی چې د راتلونکي کال لپاره کانګرس ته بودیجه د تصویب لپاره وړاندې کړي.
د فارین پالیسي خپرونې په باور د امریکا د دفاع وزارت د سندونو له مخې د ترورزم پرضد د نړیوالې جګړې په نوم د ۸۸ میلیارډه ډالرو غوښتنه شوې ده.
خو په داسې وخت کې چې نیم مالي کال تیرشوی، دفاع وزارت وایي په افغانستان کې له ۷ تر ۱۰ میلیارډه ډالرو پورې د بودیجې کسر لري.
XS
SM
MD
LG