د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د G8 وزيرانو د شمالي کوريا او سوريې پر وضعيت خبرې وکړې


د شمالي کوریا اټومي پروګرام او د سوریې کړکېچ پرون په لندن کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو یا G8 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د اجنډا مهم موضوعات وو.

د جي اته غړو هېوادونو د شمالي کوریا اټومي فعالیتونه په کلکه وغندل. د غونډې له خوا په خپاره شوي بیان کې له پیونګ یانګ څخه غوښتنه شوې چې د پاروونکو اقداماتو له دوام څخه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې د راتلونکو راکټي ازموینو په صورت کې به له سختو اقداماتو سره مخامخ شي.

سپینې ماڼۍ د وروستیو تحولاتو په اړه په غبرګون کې ویلي دي چې د شمالي کوریا حرکات به دا هېواد نور منزوي کړي. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون خبریالانو ته وویل:

”هغه څه چې موږ په دې وروستیو کې له پیونګ یانګ څخه لیدلي، د همغه پخواني سلوک استازیتوب کوي. دا لړۍ موږ پخوا هم لیدلې خو هېڅکله یې مرسته نه ده کړې، بې ثباتي یې راوستې او هېڅکله د شمالي کوریا د خلکو په ګټه نه وه. دا سلوک یوازې شمالي کوریا نوره هم منزوي کوي او هغه امیدونه له مینځ وړي چې د دې هېواد رژیم یې د هېوادونو په ټولي کې د ګډون او نړیوالې ټولنې ته د دې یقین په ورکولو کې لري چې خپلې کړې ژمنې به سرته رسوي“

د جنوبي کوریا استخباراتو مخکې ویلي و چې شمالي کوریا ښايي په نژدې راتلونکي کې له خپلو ختیځو سواحلو د منځني واټن ویشتونکو دوو میزایلونو د توغولو لپاره تیاري نیولې وي.

په لندن کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د بحثونو بله مهمه موضوع د سوریې بحران و.

د سوریې په اړه د جي اته ډلې د بهرنیوچارو د وزیرانو د غونډې اعلامیې په دې هېواد کې د یوې بشري تراژیدۍ پر پراخېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د کړکېچ له ټولو اړخونو څخه یې غوښتنه کړې چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د اتو سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې متحدایالات، برتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان روسیه شامل دي.
XS
SM
MD
LG