د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

"د پولیسو د مسلکي کولو لپاره لس کلن پلان جوړ شوى"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پولیسو د مسلکي کولو او پیاوړي کولو لپاره یې یو لس کلن ستراتيژیک پلان جوړ کړی دی.

د دې وزارت چارواکي وايي، چې د نړېوالې ټولنې استازیو هم په یوې غونډه کې چې نن(پنجشنبه) په کابل کې جوړه شوې وه له دې ستراتیژۍ ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې د لسو نورو کلونو لپاره به هم له افغان پولیسو سره خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پولیسو لپاره دغه لس کلن ستراتیژیک پلان لومړنی هغه دی، چې د افغان متخصصینو له خوا په تیرو څو میاشتو کې جوړ شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دې ستراتیژیک پلان له مخې هڅه کیږي چې له پولیسو یو قوي مدني او مسلکي ځواک جوړ شي.

ښاغلي صدیقي وویل، چې دغه پلان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له پولیسو سره د مرستو د همغږۍ له نړیوال بورډ سره شریک شو او هغوی ترې ملاتړ وکړ.

دې بورډ چې په د شاوخوا دیرشو هیوادونو او سازمانونو استازي پکې دي، په تیرو یولسو کلونو کې هم د افغان پولیسو مالي او تخنیکي ملاتړ کړی دی.

د نوموړي په وینا په غونډه کې نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه، چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغانستان له پولیسو سره مالي او تخنیکي مرستو ته دوام وکړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند په ډاګه نه کړه، چې د نوي پلان له مخې د پولیسو د پياوړتیا لپاره له نړیوالې ټولنې دوی د څرنګه مرستې غوښتونکي دي.

د کورنیو چارو وزارت خو وايي، چې د پولیسو د مسلکي کولو او پياوړي کولو لپاره یې یو لس کلن پلان جوړ کړی خو اندیښنه دا ده چې هسې نه دغه پلان د کاغذ پر مخ همداسې پاتې شي او پوره عملي نشي.

په تیرو شاوخوا یولسو کلونو کې افغانستان هغه هدف ترلاسه کړی چې شاوخوا یو لکو اوه پنځوس زره ملي پولیس باید ولري خو په اکثرو ولایتونو کې او حتی کابل کې د یو شمیر پولیسو د غیرمسلکي چلند څخه شکایتونه موجود دي.
XS
SM
MD
LG