د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

"د ښځو په وړاندې د طالبانو دریځ نرم شوی"


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال وایې، د ښځو په وړاندې د طالبانو دریځ نرم شوی دی.

عبدالحکیم مجاهد دغه خبره په کابل کې د سولې په اړه د مدني ټولنو په یوې غونډه کې وکړه، خو د غونډې ځینې برخه والو ټینګار وکړ، چې د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د ښځو حقوقو ته پام وکړي.

د سولې عالي شورا د افغان میرمنو هغې اندیښنې ناسمې بولي، چې له طالبانو سره د سولې د پروسې د بریالي کېدو په صورت کې به د ښځو د حقونو په برخه کې د څه باندې لسو کلونو لاسته راوړنې زیانمنې شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکېم مجاهد له طالبانو سره د څو میاشتې مخکې د پاریس غونډې ته په اشارې سره وویل، چې د ښځو په اړه د وسلوالو طالبانو دریځ بدل شوی دی.

نوموړي وویل، چې د طالبانو استازو په غیر رسمي ډول اعلان کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د هغوي د ټولو حقونو د ورکولو غوښتونکي دي.

ښاغلي مجاهد همداراز ټینګار وکړ، چې د سولې د هڅو د تیزولو لپاره باید ځینې ګامونه پورته شي.

ده وویل، چې یو شمیر بندي طالبان دې خوشې شي، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه دې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لرې شي، د طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره ټاکل شوې انعامونه لري او دغه راز له هغوي سره دې خبرو لپاره دې یو مشخص اډرس جوړ شي.

د سولې د عالي شورا د مرستیال په وینا، دا شورا اوسمهال کولای شي د ملګرو ملتونو په همکارۍ د یو شمیر طالب مشرانو نومونه یا په موقت او یا هم په دایمي شکل سره د دې سازمان له تور لسټ څخه لري کړي.

یو شمیر ښځې بیا د سولې د بهیر له لاري دولت ته د طالبانو له بیا راتګه اندیښنه لري او وایې، چې د سولې عالي شورا باید له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښځینه فعالانو ته د ګډون زمینه برابره کړي تر څو ښځې هم دوی ته خپلې غوښتنې وړاندي کړي.

یو شمیر ښځې وایې، په هیڅ صورت باید چې د سولې په خبرو کې د ښځو پر حقونو معامله ونشي.

د ښځو د حقونو دوو فعالانو شفیقې حبیبي او فریدې نیکزاد پدې اړه داسي وویل:

(موږ باید اجازه و لرو چې کار وکړو، لکه مخیکنی دورې غوندي نه وي چې موږ پر کور کښینو د کار څخه محرومه اوسو او یا د تحصیل له حقه محروم و اوسو.

زموږ تشویش دا دی چې د سولې په پروسه کې باید د ښځو غوښتنې او د هغوی لید لوری په نظر کې و نیول شي. که بیا هم په هم هغه ذهنیت سره راځي، نو موږ ورسره مبارزه کوو.

فریده نیکزاد یمه د وخت خبري آژانس ریسه او دغه راز په افغانستان کې د جنوبي آسیا د ښځینه ژورنالستو د ټولني مسئوله یمه.

روښانه ده، کومه سوله چې موږ وایو د ټولنې له منځه باید راپورته شي، باید د خلکو د غوښتنو پر اساس وي.

د بشر حقوقو ته باید احترام وکړي د ښځو حقوقو ته باید احترام وکړي او د سولې په خبرو کې باید په هیڅ صورت سره د افغان میرمني پر حق او حضور باندې معامله ونشي.)


په وروستیو کې یو شمېر نړېوالو سازمانونو هم دې ته ورته اندیښنه څرګنده کړې وه، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته او دغه راز له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې روان بهیر به د ښځو لس کلنې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخي کړي.

د اکشن ایډ له خوا له شاوخوا زرو افغان میرمنو سره د مرکې وروستۍ نظر شمیرني ښیې چې، ۸۶ فیصده مرکه کونکي د طالبانو له بیا حاکمیدو اندیښمن دي.

خو دغه اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي، چې تر اوسه پورې له طالبانو سره د افغان دولت رسمي مذاکرات نه دي پيل شوي.
XS
SM
MD
LG