د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

"له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د راتلونکې اټکل نه شي کېدای"


د بريتانيا دفاع وزير فليپ هامنډ
د بريتانيا دفاع وزير فليپ هامنډ
د بريتانيا دفاع وزير وايي، له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه هيڅوک اټکل نه شي کولای.

فليپ هامنډ تاکيد وکړ، چې د افغانستان ستونزه يوازې او يوازې افغانان حل کولای شي.

هامنډ دا څرګندونې وروسته له دې وکړې، چې د بريتانيا د پارلمان دفاعي کمېټې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرداری ورکړ.

د بريتانيا دفاع وزير فليپ هامنډ د چهارشنبې په ورځ ومنله، هيڅوک اټکل نه شي کولای، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د بريتانيا، امريکا او د ناټو د نورو غړيو هېوادونو د پوځيانو له وتلو او د دوي د جنګي ماموريت له پای ته رسېدلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښ شي.

ښاغلي هامنډ، چې د خپل هېواد د پارلمان دفاعي کمېټې ته څرګندونې کولې، په دې ټينګار وکړ، چې يوازې افغانان د خپل هېواد د جګړې، فساد او بې قانونۍ د پاي ته رسېدو چاره کولای شي .

هامند دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د بريتانيا د پارلمان دفاعي کمېټې په يوه راپور کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د اور د بلېدو خبرداری ورکړ او ويې ويل، چې په افغانستان کې د جګړې او تشدد په کمولو کې نه پرمختګ به د دې سبب شي چې په دغه هېواد کې د دوامدار او مضبوط اقتصادي پرمختګ او امنيت لاره اواره نه شي.

خو يو شمېر افغان کارپوهان او چارواکي د بريتانيا د دفاع وزير او د پارلمان د غړيو دې ډول څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نصرالله ستانکزي وايي چې دا ډول څرګندونې د جګړې دوام ته د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د هڅولو په غرض کېږي.

ښاغلي ستانکزي دا هم وويل، چې هومره نفوذ چې بريتانيا يې پر پاکستان لري، بل هيڅ هيواد يې نه لري. نو د ده په باور که بريتانيا پر پاکستان فشار راوړي په افغانستان کې له سولې سره زياته مرسته کېداي شي.

د بريتانيا د پارلمان غړيو تاکيد وکاوه چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته دې د دغه هيواد د راتلونکې د ډاډمنولو لپاره د افغانانو په مشرۍ له وسله والو طالبانو سره روغه جوړه وشي.

په پارلمان کې د دفاعي کمېټې په وينا، له ياغيانو سره د سولې د خبرو نه پيلول کېداي شي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا د بريتانيا د دفاعي کمېټې په اندېښنې کې ځان شريک بولي او وايي، که تر ۲۰۱۴ مخکې د دولت له وسله والو مخالفانو سره روغه ونه شي ممکن د کورنۍ جګړې اور بل شي.

د دې شورا ويندوي مولوي شهزاده شاهد ازادي راډيو ته وويل، افغانان لا فرصت لري چې د سولې لپاره هلې ځلې چټکې کړي او تر ۲۰۱۴ مخکې د سولې هدف ته سره ورسېږي.

د بريتانيا دفاع وزير هامنډ له پارلمانه جلا د بي بي سي راډيو څلورم چاينل ته په مرکه کې وويل:

«افغانستان واقعاً يوه خورا پېچلې ټولنه ده، مختلف قومونه پکې اوسي او مخکې تر دې چې زموږ ځواکونه هلته لاړ شي هم دا هيواد ډېر سره پاشل شوي و. (د دغه هيواد) پر حالاتو د اغېز کولو لپاره زموږ توان ډېر لږ دي.»

د بريتانيا دفاع وزير همداراز وويل:

« د اوږدمهال امنيت لار بايد يوه افغاني حل لاره وي. دا له بهره پرې تپل کېداي نه شي، تاريخ د داسي هڅو نتيجې ښودلې دي.»
ښاغلي هامند زياته کړه:

«زه دا خبره کاملاً منم چې هڅوک په زغرده نه شي ويلي چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي، خو څه چې ويلي شم دا دي چې د افغانستان مستقبل بايد د افغانانو له خوا وټاکل شي.»

د بريتانيا پارلمان ته په افغانستان کې د بريتانيا پخواني سفير وويل، د طالبانو په اړه د ناټو مالومات لږ ول، په افغاني ټولنه کې فساد او له واک څخه ناوړه استفادې ريښې وځغلولې او د دغه هيواد اقتصاد د مخدرو موادو له کاروبار سره سخت وتړل شو.
XS
SM
MD
LG