د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

کورنیو جګړو په اړه د ملي شورا اندیښنې


د افغانستان د ملي شورا ځیني غړي هم د بریتانیا پارلمان د ځینو غړو هغه اندیښنې تاییدوي چې ممکن له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل شي.

د ملي شورا ځینو غړو د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، له وسله والو طالبانو پرته په اوسني نظام کې د ځینو پخوانیو جهادي او تنظیمي ډلو فعالیت هم دا ویره پيدا کړې چې کورنۍ جګړې به پيل شي.

دوی له نړیوالې ټولنې څخه غواړي، چې له وتو مخکې باید په افغانستان کې د سولې بهیر بریالی کړي.

په داسې حال کې چې حکومتي چارواکي تل د بهرنیانو له وتو وروسته حالاتو ته د ډاډ په سترګه ګوري، خو د ملي شورا ځینې غړي وایي دوی له ۲۰۱۴ کال وروسته حالات د اندیښنې وړ بولي.

په اوسني نظام کې د پخوانیو جنګسالارنو نفوذ، د غیرقانوني وسله والو موجودیت، په یوشمیر ولایتونو کې په مرموزه توګه د وسلو ویش او د وسله والو طالبانو په وړاندې وروستي قیامونه هغه څه دي، چې د ملي شورا ځینې غړي یې اندیښمن کړي.

په مشرانو جرګه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که حکومت او نړیواله ټولنه سر له اوسه د دغو فعالیتونو مخه ونه نیسي، ممکن د بهرنیانو له وتو وروسته د کورنۍ جګړو د پيل لامل شي:

(د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د وسلو موجودیت، په لرو پرتو سیمو کې دا خود جوشه حرکتونه چې راکټونه او ماشیندارې ورسره دي، دا خود به خوده د جګړې اور ته لمن وهي.

په هرات کې چې اسماعیل خان دجهادي شورا په نوم خلک ټول کړل، په اکثره ولایتونو کې جنګسالارانو سره سلګونه نفر دي او د دوی محافظت کوي.

که د خارجیانو فشار نه اوسي، په کابل کې به څو حکومتونه وي، یو به په چهلستون یو به په خیرخانه کې.)

د ملي شورا له دې غړو سره دا اندیښنې په داسې حال کې پيدا شوي چې د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمیسیون غړو ویلي، که په افغانستان کې د سولې بهیر بریالی نه شي، ممکن له ۲۰۱۴ کال وروسته دلته کورنۍ جګړې پيل شي.

د بریتانیا پارلمان دفاعي کمیسیون په خپل یوه تازه راپور کې ویلی، کله چې د دوی ځواکونه له افغانستانه وڅّي، نو د سولې د بهیر بریالي کیدل یوه ضروري خبره ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي هم د سولې د بهیر په پياوړتیا او بریا ټینګار کوي او وایي، که دا بهیر له ستونزو سره مخ کیږي، نو دا امکان شته چې په افغانستان کې د اویایمې لسیزې پیښې تکرار شي.

په دې جرګه کې د ننګرهار استازې آرین یون ازادي راډیو ته وویل، په اوسني حکومت کې هغه کړۍ موجودې دې، چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره به هرډول هڅې ونه سپموي.

که څه هم میرمن یون د دغو کسانو او کړیو نومونه وانه خیستل، خو وې ویل دا هغه کسان دي چې د بن د لومړي کانفرانس له مخې قدرت ته رسیدلي:

(د نړیوالې ټولنې غټه اشتباه داوه چې د بن په لومړي کانفرانس کې یې هغه کسان قدرت ته ورسول چې د افغانستان خلکو ته منفور وو.

دغه کسان په څوکلونو کې قدرت ته رسیدلي او د زر او زور خاوندان شوي، هغه کسان چې افغانستان یې په اویایمه لسیزه کې د جګړې خواته بوته او د هیواد شتمني یې چور کړه، دغه خلک غواړي چې په قدرت کې پاته شي او ددې لپاره کوښښ کوي چې قانون تطبیق نه شي او افغانستان نارامه شي.)

سیاسي کارپوهان بیا په حکومت کې د پخوانیو تنظیمي او جهادي ډلو فعالیت اندیښمن کړي، دوی وایي دغه ډلې اوس هم په محلي سیمو کې پراخ نظامي واک لري او قدرت ته د رسیدو په تمه دي.

طوفان وزیري هم ورته نظر لري او وایي، د ګاونډیو هیوادونو مداخلې هم یو له هغو عواملو څخه دي چې دی یې د کورنیو جګړو پيل ته اندیښمن کړی:

(متاسفانه اوس هم د جنګسالارانو نفوذ ورځ تربلې ډیریږی، هغوی واک ته راځي او د کورنیو جګړو لپاره د اقتصادي او نظامي اړخه ځان چمتو کوي.

په ګاونډیو هیوادونو باندې هغه لازم فشارونه وارد نه شول، هغه کسان چې د افغانستان له خلکو څخه پردي دي او په خپلو سیمو کې مهم نظامي رول لري، هغوی قانون عدالت او د افغانستان خلکو ته احترام نه لري.)

د راپورونو له مخې د کورنیو جګړو د پيل په اړه بیلابیلې اندیښنې ددې لامل شوي چې اکثره پانګه وال او سوداګر په دې هیواد کې بنسټیزو کارونو ته زړه ښه نه کړي.

د مالیې وزیر د چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې وویل، چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د پانګونې کچه هم د تیرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.

خو د ولسمشر په ګډون حکومتي چارواکو له دې وړاندې تل دغه اندیښنې بې ځایه بللي او ویلي یې دي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هیڅ ډول خلا رامنځ ته نه شي.

د حکومت استدلال دادی چې افغانستان دامهال شااوخوا درې نیم لکه امنیتي ځواکونه لري او دوی ددې وړتیا لري چې هیواد له هرډول نا امنیو او لاسوهنو څخه وساتي.

اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG