د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

خاصو ځواکونو د کرزي د نژدې کړۍ یو متحد وژلی


د افغانستان په جنوب کې د امریکایي خاصو ځواکونو عملیات چې هدف یې د طالبانو لپاره د وسلو رسولو مخه نیول و، د یوه داسې کس په وژلو پای ته ورسیدل، چې د افغان ولسمشر د نژدې کړۍ په یوې کورنۍ پورې تړلي و او د سیمه ییزو چارواکو او پوځ ترمنځ د اختلافاتو سبب شول.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دغه اختلافات په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په دې هېواد کې د امریکایي خاصو ځواکونو پرسر وروسته تردې کړکیچ زیات شوی چې افغان ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې کابل ته نژدې په یوه مهم ولایت کې د دغو ځواکونو پرعملیاتو بندیز ولګاوه.

د ورځپاڼې په وینا دغه وروستۍ پیښه دغه رازد افغاني کورنۍ او مختلفو ډلوترمنځ د اړیکوپیچلتیا په ډاګه کوي.

همدغه اړیکي د دې سبب شول، چې ولایتي مسولین چې د ولسمشرکرزي پلوي دي، له هغه سړي څخه دفاع وکړي چې د نړېوالو ځواکونو چارواکو هغه یوسخت دریځۍ وسله وال پیژندلی دی.

افغان کوماندویي او د امریکایي خاصوځواکونو سلاکارانو دغه ګډ عملیات د تیرې یکشنبې په شپه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته نژدې پر یوه کورترسره کړل.

پوځي چارواکو وویل، چې په دغو عملیاتو کې د حاجي جانان په نوم د طالبانو د وسلو دلال په نښه شوی و.

د عملیاتو په جریان کې عسکرو، چې د استوګنې یوه کورته د وسلو د لټون په هدف ننوتي و، د جانان ورور خیرالله جانان په ډزو وواژه.

ایتلافي ځواکونو په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې عسکر وروسته له هغې ډزو کولو ته اړشول چې په کورکې دننه د یوه وسله وال له خوا پرې ډزې وشوې.

ایتلافي ځواکونو دغه راز وویل، چې وروسته له هغې چې په دغه کورکې یې وسلې او مهمات وموندل، حاجي جانان یې هم ونیوه.

نیویارک ټایمزلیکي، د ارزګان بانفوذه والي او د امنیې قومندان دواړو د ایتلافي ځواکونو له دغو څرګندونو سره مخالف څرګند کړ.

د جانان له نیول کیدو سمدستي وروسته د ارزګان والي او د امنیې قومندان دواړو په دې کار کې مداخله وکړه ترڅو جانان بیرته خوشې کړي. دا هم نه ده معلومه چې ایا نوموړی به رسما تورن شي او که نه؟

دواړو سیمه ییزو چارواکو په خپلو څرګندونو کې پر پوځ انتقاد کړی چې بې ګناه خلک یې په نښه کړي و اوغوسه یې څرګنده کړې چې دغه عملیات له مخکې له دوی سره نه و، هماهنګ شوي.

د ارزګان د امنیې قومندان مطیع اله خان وویل، موږ له ایتلافي ځواکونو وغوښتل چې موږ ته دې شواهد وړاندې کړي چې حاجي جانان د وسلو په معامله کې لاس لاره او هغه وسلې او مهمات دې راته وښیي چې د وی وایي د د ده پرکورد عملیاتوپه جریان کې یې نیولي دي. خو د هغه په وینا تراوسه دوی هیڅ شواهد ندي وړاندې کړي.

د ارزګان والي ملا امیراخوندزاده بیا په دې ټینګارکړی چې هیڅ ثبوت نشته چې له خیراله جانان سره وسله وه یا هغه له طالبانو سره اړیکي لرل. هغه دا پیښه غندلې او ویلي یې دي چې په دغو پوځي عملیاتوکې یو ملکي کس وژل شوی دی.


د نیویارک ټایمز له دې راپور سره سم د ارزګان دغه دواړه چارواکي د ولسمشرکرزي نژدې متحدین دي. جمهوری ریاست دې ورځپاڼې ته په دې اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا د امریکایي خاصوځواکونو د عملیاتو په اړه د یوه والي انتقادونه له خپلو امریکایي متحدینو سره د افغان ولسمشرپه اړیکو کې د کړکیچ د رامنځ ته کیدو سبب شوي و.

دا د میدان وردګو ولایت وچې ولسمشرکرزي امروکړ، ټول امریکایي خاص ځواکونه باید په دې ولایت کې چې د کابل لپاره ستراتیژیک موقعیت لري، عملیات پای ته ورسوي.

دغې لانجې څواونۍ وخت ونیو ترڅو امریکایي او افغان چارواکي په دې اړه یوې موافقې ته ورسیږي.


نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان په جنوب کې د سیاسي ډلو اوکورنۍ ترمنځ علایق اکثرا پیچلي دي چې د ې مسلې هم په ارزګان کې چې د طالبانو فعالیتونه زیات دي، د امریکایي ځواکونو په وړاندې یوبل خنډ رامنځ ته کړی دی.


خیراله جانان چې د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی، د ولسمشر کرزي د سلاکار محمد قسیم چې په خپله هم لکه ولسمشرکرزی په قوم پوپلزی او په جنوب کې د دې قوم د مشرانو او کرزي ترمنځ د اړیکو یوه مهمه کړۍ ده، اوښی و.

قسیم دغه راز د ارزګان د امنیې قومندان د تره زوی هم دی، قسیم په دې اړه تر اوسه څرګندونې نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG