د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

"افغانستان ممکن کورنیو جګړو ته داخل شي"


انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: د پارلمان وکیلان د عسکرو له وتلو وروسته د کورنۍ جګړې په اړه اندیښنه لري – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټې د غړیو څرکندونو ته یي اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمیټې د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه د انګلیس، امریکایي او د ناتو د نورو غړیو هېوادونو د ځواکونو له وتلو څخه څو کاله وروسته ممکن په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي.

د بریتاینا د پارلمان دفاعي کمیټه وایي، په افغانستان کې د بریتاینا د حکومت کړنه دا وه، چې د دې هېواد لپاره یې یوازې د سوکالۍ او نیک مرغۍ هیله کړې او د افغانستان په راتلونکي به زیات اغیز ونه لري.

ګاردین لیکي: په افغانستان کې د بریتانیا پخواني سفیر د پارلمان دفاعي کمیټې ته وویل، ناتو د طالبانو په اړه پوره معلومات نه درلودل، اداري فساد او له قدرته ناوړه ګټې اخیستنې په افغانې ټولنې کې په طبیعي ډول وجود درلود او د افغانستان اقتصاد تر ډېره حده د نشه یي موادو په سوداګرۍ ولاړ دی.

ګاردین وړاندې لیکي: د بریتاینا د پارلمان دفاعي کمیټې خبرداری ورکړ، چې په راتلونکي کال کې یعنې له افغانستان څخه د انګلیسي عسکرو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ثبات او امنیت د ټینګښت او ډاډ په مقصد له طالبانو سره د افغانانو پر مشرۍ سوله اېز حل حیاتې دی. خو دا خبره یي هم وکړه:

ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د شخړو په کمولو کې پرمختګ نه دی کړی او له دې څخه داسې څرګندیږي، چې په دې هېواد کې به امنیت او اقتصادي پراختیا د اوږدې مودې لپاره دوام ونه کړي.

ګاردین لیکي: د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټې د راپور په پای کې لیکل شوي: موږ هیله من یو چې افغانستان به یو امن، نیک مرغه او سوکاله هېواد وي، خو دا اندیښنه هم راسره ده چې دا هېواد ممکن د څو کلونو مودې کې کورنیو جګړو ته داخل شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په زابل کې د یوې ځوانې امریکایي ډپلوماتې د وژل کیدو، د هغې د کارونو او هیلو په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کي یي راغلي:

ان سمیدنګهوف Ann Smedinhoff یوه حیرانونکې ځوانه ۲۵ کلنه ډپلوماته وه، چې په کابل کې د امریکا د سفارت په دخولي دروازې کې به یي ژورنالستانو ته ښه راغلاست وایه او وروسته به یي له چارواکو او مسولانو سره د مرکو او خبرو لپاره داخل ته بوول.

دې هیله درلوده، چې د افغانانو او امریکایانو ترمنځ په کلتوري او فرهنګي برخو کې د یوه پله حیثیت ولري.

نیویارک ټایمز لیکي:Ann د افغانستان په جنوب کې زابل ولایت ته لاړه او په قلات کې په یوه ښوونځي کې زده کوونکو ته د کتابونو د توضیع کولو په مقصد روانه وه، چې د طالبانو د موټر په بمي چاودنې کې یي ژوند ختم شو او ټولې هیلې یي په زړه کې پاته شوې.

په دې چاودنې کې درې امریکایي عسکر، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو بل کارکوونکی او زیات شمېر افغانان هم وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG