د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

قزاقستان له افغانستان سره د پوځي همکارۍ غوښتنه وکړه


د قزاقستان دفاع وزیر له افغانستان سره د پوځي همکارۍ غوښتنه وکړه.
د قزاقستان دفاع وزیر افغانستان ته په لومړني سفر کې وویل هیواد یې د وسلو په ترمیمولو او عصري کولو کې له افغانستان سره مرسته کولی شي.
د قزاقستان د دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم د دغه هیواد د پوځي صنعت کمپلکس دا ظرفیت لري چې د رادار سیستمونو، الوتکو او زغردګاډو په شمول پوځي وسایل او وسلې ترمیم او مدرن کړي. او قزاقستان په دې وسیله له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو اساس اېښودلی شي.
د قزاقستان دفاع وزیر خپل افغان ساري پوځي کارپوهانو ته بلنه ورکړه چې د قزاقستان د وسلو او پوځي وسایلو په نندارتون کې ګډون وکړي چې په ۲۰۱۴ کال کې جوړېږي.
ده همداراز د افغانستان د وسله وال ځواک استازو ته بلنه ورکړه چې سږکال د اګست په میاشت کې د قزاقستان د پوځ د سوله ساتنې په تمرینونو کې د څارونکو په توګه ګډون وکړي.
قزاقستان حاضردمه یو شمېر افغان پوځیانو ته په خپل پوځي تعلیمي انستیتیوت کې روزنه ورکوي.
د دواړو خواوو په وینا دا پروژه یو اساس دی چې د افغانستان لپاره د متخصصانو د روزنې په برخه کې د همکارۍ پر یوه بل میکانیزم بدلېدای شي.
د قزاقستان دفاع وزیر د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل.
XS
SM
MD
LG