د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

مارک باوډن: د بوديجې په لګولو کې دې واک ولايتي شي


په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې لا هم د افغانستان د بوديجې په وېش کې ستونزه موجوده ده او بايد چې د ولايتونو د بوديجې په لګښت کې ولايتونو ته واک ورکړل شي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانکړي استازي يانکوبېش مرستيال مارک باوډن لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې لا هم د افغانستان د بودېجي په ويش کې د ولايتونو په کچه ستونزه شتون لري چې دوی به يې په حل کولو کې له ولسمشره سره خبرې وکړي.

مارک باوډن وايې د بوديجې ولايتي کېدل به د کارونو د ځنډ او خنډ له منځه وړلو کې رول ولوبوي، نوموړي د دې ترڅنګ د لوګر امنيت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل د تېرو کلونو په پرتله د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه شوی دی.

ده لوګر ته د خپل راتګ د موخې په اړه وويل چې په دې ولايت کې د پرمختيايي کارونو او دولتدارۍ د لېدلو او لا تقويه کېدو هيلې دې ته اړ کړ چې لوګر ته سفر وکړي.

باوډن په لوګر کې امنيت د پخوا په پرتله ښه وباله او د خپلې ادعا ثابتولو په موخه يې وويل و يې کړای شوی له کابل څخه تر لوګر پورې په موټرو کې سفر وکړي، د ده په خبره چې د امنيت په برخه کې د خلکو همکاري د پام وړ ده:

”له کابله تر لوګره په موټر کې سفر دا راڅرګنده کړه چې په لوګر کې امنيت څومره تغير کړی دی او له دې سفره مې خوند واخيست، پر لار د امنيتي ارګانونو د کسانو تګ ډاډمن کړم چې خلک له امنيتي ادارو سره په پوره ډول همغږي دي“

د مارک باوډن سره د ناستې پرمهال د لوګر والي اقبال عزيزي هم وويل چې په دې ورستيو کې د لوګر په امنيتي وضعيت کې ښه والی راغلی دی.

نوموړي وويل چې د لوګر له پاره د جوړ شوي ځانګړي امنيتې پلان څو برخې يې پلې کړې دي، د حکومتدارۍ په برخه کې يې ډېر کار کړی دی او له وجې يې په امنيتي برخه کې له دوی سره د خلکو همکاري زياته شوې ده:

”هره ورځ د امنيت او دې ولايت د انکشاف په برخه کې د پرمختګونو شاهد يو چې په دې سبب د خلکو همکاري هم له ولايتي ادارې سره زياته شوې، نو ډېر ژر به د ښې حکومتدارۍ له امله د اطمناني امنيت شاهد و اوسو “

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يانکوبېش مرستيال مارک باوډن لوګر ته په داسې حال سفر کوي چې په ډېرو ولايتونو کې د امنيتي پېښو خبرونه زيات شوي او دی د نورو ولايتونو په خلاف د لوګر امنيت ډاډمن بولي.

راپور- داود تپان – لوګر
XS
SM
MD
LG