د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

"ناټو او تاجکستان د افغانستان په ثبات کې خپلې ګډې ګټې ویني"


د ناټو تړون عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن په بروکسل کې د تاجکستان له جمهور ریس امام علي رحمان سره وکتل او د افغانستان په ارتباط پر یو لړ مهمو مسلو یې خبرې کړې دي.

ښاغلي راسموسن نن له امام علي رحمان سره تر لیدو وروسته خبري کنفرانس ته وویل، چې ناټو او تاجکستان د افغانستان په ثبات او امنیت کې خپلې ګډې ګټې ویني.

اندرس فوګ راسموسن نن په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ماموریت لپاره د تاجکستان له سیاسي او تخنیکي همکارۍ مننه وکړه .

راسموسن وویل :

"زه تر ۲۰۱۴ کال پورې ، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ماموریت پاي ته رسیږي او موږ تر هغه وروسته د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره نوي ماموریت پيل کوو ، ستاسې د همکاریو پر دوام حساب کوو ."

د ناټو عمومي منشي نن په برکسل کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر کتنې وروسته وویل، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ناټو او تاجکستان په ګټه دی.

د ناټو عمومي منشي له تاجکستان سره د همکاریو او شراکت د یوه نوي ګډ پروګرام یادونه هم وکړه ، چې تیرکال (میلادي کال) پيل شوي دي.

اندرس فوګ راسموسن وویل، چې پدې پروګرام کې د بحث یوه عمده موضوع په تاجکستان کې د بشري حقونو څرنګوالی دی .

د ښاغلي راسموسن په وینا ، له تاجکستان سره د همکاریو او شراکت د دې ګډ پروګرام هدف له تروریزم سره د مبارزې ، د پوځي زده کړو او روزنیزو پروګرامونو او پر وسله والو ځواکونو د ډيموکراتیک کنټرول ټینګولو په برخه کې د همکاریو پراختیا شاملیږي.

د ناټو تړون تر دې مخکې ویلي وو ، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د خپل ماموریت د بشپړولو لپاره یې ، د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د ځانګړې همکارۍ غوښتنه کړې ده .

ناټو تړون په تیروکلونو کې د منځنۍ اسیا د یو شمیر هیوادونو له لارې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته غیر پوځي اکمالات کول اوښايي د خپلو تخنیکي وسایلو د ایستلو په برخه کې هم له دې لارې کار واخلي.
XS
SM
MD
LG