د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

له افغانستان سره د مارګریت تاچر اړیکې


د بریتانیا پخوانۍ صدراعظمه مارګریت تاچر پرون د ۸۷ کلنۍ په عمر مړه شوه.

تاچر په ۱۹۷۹کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال واک ته ورسیده؛ چې وروسته د دغه یرغل په وړاندې د افغانانو د جهاد په کلونو کې په نړېواله سطحه د افغانانو یوه کلکه ملاتړې پاتې شوې ده.

تاچر د صدراعظمۍ په توګه له ټاکل کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۸۱ کال کې پاکستان ته لاړه او د افغان مهاجرینو له یوه لوی کمپ څخه یې د کتنې پر مهال یوې غونډی ته په وینا کې د افغانانو له مقاومت سره د لویدیځ پرملاتړ ټینګار وکړ:

"غواړم درته ووایم، چې تاسې د ازادې نړۍ په زړونو کې یاست."

تاچر په دی سفر کې د تورخم تر دروازې پورې وړاندې لاړه.

له میرمن تاچر سره د پاکستان د وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق هم ملګری و.

ویل کیږي، نوموړې په تصادفي ډول څوګامه له کرښې اخوا د افغانستان په خاوره کې واخیستل.

د تورخم له پولې د بریتانیا او پاکستان د مشرانو د لیدنې په مهال یوه ناببره پیښه هم شوې وه.

کله چې د پاکستان پوځي واکمن په ګډه پوله له خپلو سرحدي ساتونکو سره روغبړ کاوه، درې افغان سرحدي عسکر هم د دوی په لیکوکې ننوتي وو او په لاس یې له ضیاالحق سره ستړې مشې کړې وه.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې؛ د بریتانیا پخوانۍ صدراعظمې مارګرت تاچر د جهاد په کلونو کې د افغانانو کلک ملاتړ وکړ له یوشمېر جهادي قومندانانو سره یې نژدې اړیکې لرلې.

د سیاسی چارو کارپوه وحید مژده ازادي راډیو ته وویل چې؛ د تاچر د واکمنۍ په موده کې بریتانیا د افغانانو له مقاومت سره پرسیاسي ملاتړ سربیره مجاهدینو ته د وسلو په برابرولو کې هم ونډه لرله او مخکې له دې چې امریکا مجاهدینو ته سټینګر توغندي ورکړي؛ بریتانیا د بلوپایف په نامه د الوتکې ضد توغندي چې دومره موثرنه وو، مجاهدینوته ورکړي و:

"مارګرت تاچر د افغانستان د جهاد په وخت کې د هغو غربي مشرانو څخه وه چې؛ د افغانانو له جهاد سره مرسته وکړه او ډېره علاقه یې ورسره درلوده.

تاچر د افغانستان له یوه مشهور قومندان عبدالحق سره نژدې اړیکې درلودې او په هغه وخت کې دا خبره کېده چې؛ عبدالحق د هغې نژدې ملګری دی چې اکثرا به یې د لیدو لپاره لندن ته ورته."


د بریتانیا پخوانۍ صدراعظمه مارګرت تاچر د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د افغانانو له مقاومت سره د نړیوال ملاتړلپاره د امریکا د وخت له ولسمشر "رونالډ ریګن" سره په ګډه هلې ځلې مخ ته وړلې.

بریتانوی ژورنالست او د ازادې اروپا ازادی راډیو پخواني مرستیال رییس "جان اوسولیوان" چې له ۱۹۸۶ او ۱۹۸۸ کلونو ترمنځ یې د تاچر د ځانګړي سلاکار په توګه کارکاوه او په غیررسمي ډول یې د هغې د ویناوو متنونه لیکل له ازادي راډیو سره په مرکه کې له تاچر سره د ګډ کار د خاطرو یادونه وکړه او ویې ویل چې، نوموړې نه یواځې دا چې د بریتانیا په کورني سیاست کې مهم رول لوبولی په نړیواله سطحه یې هم د بریتانیا حیثیت او اعتبار لوړ کړی و.

اوسولیوان د امریکا له پخواني ولسمشر رونالد ریګن سره د تاچر د دوستۍ په اړه وویل:

"د دوی دوستي په ۱۹۷۵ کال کې یوه یا دوه اونۍ وروسته تردې چې تاچر د محافظه کار ګوند مشره وټاکل شوه، پیل شوه.

رونالډ ریګن اتفاقاً په لندن کې و او د هغې لیدو ته ورغی. دوی د کتنې لپاره نیم ساعت ټاکلی و؛ خو فکر کوم چې دغې کتنې یونیم ساعت وخت ونیو. په همدې وخت کې هغې پریکړه وکړه چې؛ له ریګن سره به په تماس کې وي، ریګن هم ورته ژمنه وکړه. په دې ترتیب د دوی دواړودوستي پیل شوه."


مارګریت تاچر چې د اوسپنیزې ښځې په نوم هم یادیده، لومړنۍ بریتانوۍ ده چې له ۱۹۷۹او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ پرله پسې درې دورې د صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړې.

مارګریت تاچر د دوشنبې په ورځ د اوه اتیا کالو په عمر د دماغې سکتې له امله مړه شوه.

د نړۍ مشرانو د هغې پرمړینې خفګان څرګند کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وویل؛ امریکا یوه ریښتینې دوسته او نړۍ د آزادۍ یوه قهرمانه له لاسه ورکړه.

د پخواني شوروي اتحاد مشر "میخائیل ګورباچیف" وویل؛ مارګریټ تاچر یوه ستره سیاستواله او روښانه شخصیت وه. نوموړې به زموږ او د تاریخ په یاد وي.

د اروپایي کمیسیون مشر "حوزي منویل براسو" مارګریت تاچر یوه ستره مشره او د اروپایي اتحادیې پر وړاندې یوه بااحتیاطه مشره وبلله.
XS
SM
MD
LG