د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۲

"ولسمشر دې د ټاکنو کمیسیون مشر په انتصابي ډول نه ټاکي"


د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا وایي، که چیرې ولسمشر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر په انتصابي ډول وټاکي، نو په راتلونکو انتخاباتو کې به درغلیو ته لاره هواره کړي.

د دې شورا غړو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه اعلامیه صادره کړه او غوښتنه یې وکړه، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر، غړي او کمیشنران باید د قانون له مخې وټاکل شي.

د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا غړي شاولي کریمزوی د دې اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"د ډیموکراسۍ د معیارونو خلاف د ولسمشر له لوري د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د انتصاب لپاره هرډول اقدام د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو تضمین نه شي کولای.

د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا د ارګ ننۍ ناسته چې په لړ کې یې غواړي د ټاکنو د مستقل کمیسون ریس انتصاب کړي د قانون خلاف او د دیموکراسۍ د معیارونو خلاف بولي."


د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا وایي، دوی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر د انتصاب په هدف ارګ ته غوښتل شوي وو، خو دوی دغې غونډه کې ګډون ونه کړ.

دغه شورا وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر، غړي او کمیشنران باید د هغه قانون د طرحې له مخې وټاکل شي چې دا مهال په ملي شورا کې ده.

په یاده شورا کې شااوخوا شل سیاسي ګوندونه او ایتلافونه غړیتوب لري، چې ملي ایتلاف، ملی جبهه، حق او عدالت او داسې نور لوی سیاسی ګوندونه هم په کې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو او صلاحیتونو مسوده ولسي جرګې داسې تصویب کړې چې له مخې یې ددې کمیسیون مشر او نور غړي باید د ټاکنو دیوې کمیټې له خوا ولسمشر ته د تایید لپاره په ګوته شي.

خو مشرانو جرګې له دې مادې او ځینو نورو مسایل سره مخالفت کړی او اوس د دواړو جرګو یوه ګډه کمیټه دا مسله څیړي.

دا چې ریښتیا هم ولسمشر غواړي نن ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر انتصاب کړي که نه، په دې اړه تراوسه د جمهوري ریاست چارواکو څه نه دي ویلي.

خو پخوا تر دې داسې ګونګوسې وې چې ولسمشر غواړي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس فضل احمد معنوي پرځای کوم بل کس وټاکي.

په وروستیو څو میاشتو کې جمهور رییس د انتخاباتو د کمیسیون یو شمیر غړي هم نوي ټاکلي چې ځینو سیاسي ګوندونو یې ددې اقدام مخالفت کړی دی.
XS
SM
MD
LG