د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۰۹

دیني عالمان به چوپتیا ماته کړي؟


کابل چاپ ورځپاڼو د سې شنبې د ورځې په ګڼو کې په کابل کې د دیني عالمانو د کنفرانس په جوړېدو لیکنې او تبصرې کړي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي همکاریو دوېیم او د درېیم نړېوال کنفرانس په کابل کې جوړ شو.

ورځپاڼه لیکلي په یاد کنفرانس کې له دیني عالمانو سربېره حکومتي چارواکي او د مدني ټولنو یو شمېر غړیو هم ګډون کړی و.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د سولې عالي شورا د دارالانشا د رییس له خولې لیکلي که چېرې دیني علمان خپل مسوولیت ادا نه کړي په افغانستان کې جګړه نه شي ختمېدلای.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د سولې د عالي شوار د دارالانشا د رییس معصوم ستانکزي خبرې راخیستې چې پرون یې دعالمانو په کنفرانس کې ویلي و، په داخل او بهر کې داسې کړۍ شته چې نه غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

ورځپاڼه لیکي دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه څه ډول چې لازمه وه هغسې یې خپل مسوولیت نه ادا کړی.

ورځپاڼې د افغانستان د حج او اوقافو د وزیر خبرې راخیستې، چې دیني عالمانو ته یې کړې هغه په خپلو خبرو کې ویلي و، زه نه وایم چې علما دې ټوپک واخلي او د وسله والو پر وړاندې دې ودریږي بلکې هره خوا چې مقصره وي هغوي ته دې نصیحت وکړي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا چوپتیا به ماته شي؟

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې دیني عالمانو په خپله غونډه کې پرېکړه چې له دې وروسته به په هېواد کې د روانې جګړې په اړه خپله چوپتیا ماتوي ، حق او باطل به سره بېلوي او خلک به له جګړې لاس اخستلو او سولې ته رابولي.

په سرمقاله کې راغلي د عالمانو په غونډه کې تایید شوه، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د اسلامي نړۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده اونه شو کولای هغه ته دارالحرب ووایو او د وګرو وژنه یې مباح وګرځوو.

سرمقاله کې راغلي په غونډه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي، چې په متقابل درناوی او په سوله ییز ډول خپل اختلافونه حل کړي.

د ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال د افغانستان د حج او اوقافو دوزیر خبرې رانقل کړي هغه ویلي له دیني عالمان دې له چوپتیا راووځي حق ته دې حق او باطل ته دې باطل ووايي.

د سرمقالې لیکوال لیکي اوس پوښتنه دا ده چې رښتیا دیني عالمان به دغه چوپتیا ماته کړي؟

د سرمقالې د لیکوال په اند په هېواد کې ناامنۍ ته په کتو دا به ستونزمنه وي چې ډېری دیني عالمان د جګړې د تکذیب په اړه خوله بېرته کړای شي.

او د سرمقالې په پای کې راغلي که په دې برخه کې زیات شمېر څیړنیز کتابونه ، او اثار ولیکل وشي نوکېدای شي د تاوتریخوالي او جګړې په اړه د خلکو ذهنیت بدل کړي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG