د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د مارګریټ ټیچر په مړینې خواشیني وښوده


د نړۍ د ګڼ شمېر هیوادونو مشرانو د بریتاني د پخوانۍ صدراعظمې په مړینه خواشینۍ څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر او د اروپا او پخواني شوروي اتحاد مشرانو مارګریټ ټیچر د یوې سترې سیاستوالې او زړورې او هوښیارې میرمن په نامه یاده کړې ده.

د بریتانې پخوانۍ صدراعظمې مارګریټ ټیچر د ۸۷ کلنې په عمر کې پرون له نړۍ سترګې پټې کړې.

د مارګریټ ټیچر ویاند وویل، د پخوانۍ صدراعظمې کورنۍ په غم او خپګان سره د هغې مړینه چې د مغزي سکتې په نتیجه کې وه، اعلان کړه.

مارګریټ ټیچر چې له څو میاشتو راهیسې ناروغه وه ،د سړې جګړې پر مهال د برتانې صدراعظمه وه .

د بریتانې صدراعظم ډیوډ کمرون د مارګریټ ټیچر د مړیني په اړه وویل موږ یوه مشره ،یوه صدراعظمه او یوه ستره بریتانوي له لاسه ورکړه:

(هغې چې کوم میراث پریښۍ هغه دادی چې هغې د خپل هیواد ښه خدمت او ساتنه کړې او په دې لاره کې يې خپل ریښتینۍ زړورتوب ښودلی دی.

خلک به څو لسیزې او یا کیداۍ شي څو پیړۍ د هغې له کارنامو څخه زده کړه وکړي.دا هغه میراث دی چې هغې پریښۍ دی)

د مارګریټ ټیچر د مړینۍ د خبر له رسیدو سمدستي وروسته د بریتانېې صدراعظم، چې له هسپانېې يې کتنه کوله خپل سفر لغوه کړ او لندن ته ستون شو.

د برتانې د صدراعظم دفتر ویلي چې د پخوانۍ صدراعظمې مړۍ به د پوځۍ مراسمو په ترسره کولو سره خاورو ته وسپارل شي.

په عین حال کې د بکنګهم ماڼۍ ویلي، چې ملکه الزابت دوهمه د مارګریټ ټیچر په مړینه سخته غمجنه ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما ویلي امریکا یوه ریښتنیي ملګرۍ او نړۍ د ازادۍ یوه اتله له لاسه ورکړه.

جمهور رئیس اوباما په خپله اعلامیه کې ویلي، چې میرمن ټیچر د واشنګټن او لندن د پیوستون د یوې کلکې ملاتړې په توګه پوهیدله چې موږ په ارادې او پریکړې سره سړه جګړه ګټلی شو او د ازادۍ ژمنې ته د حقیقت جامه اغوستلی شو.

دغه راز د اروپايي ټولنې د کمیسون مشر مانویل باروسو مارګریټ ټیچر د یوې لوېې سیاستوالې او مدبره شخصیت په نامه یاده کړې چې د هغه په وینا اوس هم په اروپايي ټولنه کې رول لري.

د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر او د نوبل جایزې ګټونکي میخایل ګورباچوف د میرمن ټیچر د میړني په اړه ویلي :هغه یوه روڼ انده او یوه لویه سیاستواله وه چې د خلکو او تاریخ په ذهنونو کې به پاتي وي.

مارګریټ ټیچر چې د اوسپنیزې ښخې په نوم يې شهرت درلود ،تر اوسه پورې یوازینۍ میرمن ده چې د برتانې صدراعظمۍ ته رسیدلی .

نوموړې د محافظه کارانو ګوند درې ځله د برتانې واک ته ورسوه او له ۱۹۷۹ نه نیولې تر ۱۹۹۰ م پورې ددې هیواد صدراعظمه وه.
XS
SM
MD
LG