د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

بنکي مون: څارونکى هيئت تيار دى سوريې ته لاړ شي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وايي چې د دې سازمان د څارونکو یو هیات تیار دی ، چې په څلرویشت ساعتونو کې سوریې ته ولاړ شي او هلته په روان کړکیچ کې د کیمیاوي وسلود کارول کیدو د ادعاو په اړه تحقیق وکړي.

بان کي مون نن وویل :

په سوریه کې د کیمايي وسلې د کارول کیدو هره جدي ادعا باید له کوم عذر ، شرط او ځڼډ څخه پرته وځيړل شي.

بان کي مون وویل، چې دوي اوس د سوریې حکومت ته انتظار دي، چې د ورتګ اجازه ورکړي.

د بان کي مون په وینا د دوي د هیات لپاره ټول تخنیکي او لوژیستیکي ترتیبات نیول شوي دي .
XS
SM
MD
LG