جمهور ریس حامد کرزي نن په فراه کې د وروستۍ وسله والې حملې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره وکتل او د خلکو یوې سترې غونډې ته یې په وینا کې وویل، چې د سولې د ټینګ لپاره به هڅې زیاتوي او د طالبانو ترمنځ به فرق کوي.
کرزي وويل:
تفکیک به د هغه طالب کوو ، چې پردی دی، مطلق مزدور دی او د دې خاورې دپاره په دښمنۍ ناست دی ، د هغه طالب سره به یې تفکیک کوو، چې ددې خاورې دی، ناپوه دی په ناپوهۍ کې خپل وطن ته ضرر رسوي.
په فراه کې د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د ولایت د محکمې پر ودانۍ په حمله کې تر پينځوس زیات خلک ووژل شول او تر سلو تنو زیات زخمیان شول .
د حملې مسولیت وسله والو طالبانو واخیست .
د حملې قربانیان تر ډیره حده ملکي خلک وو .