د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

رنجبر: د طالبانو له خوا د پیچلو عملیاتو تر شا استخباراتي کړۍ شته


په تېرو څو کلونو کې په وار وار لیدل شوي دي، چې افغانستان ته په تېره د لویدیځو هېوادونو د چارواکو له سفرونو سره په یوه وخت کې په کابل او ولایتونو کې وسله والو طالبانو لویې حملې کړې دي.

د شنبې په ورځ یوازې څوساعته وروسته له دې چې د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز مارتین ډیمپسي د بګرام هوايي اډې ته ورسید په زابل ولایت کې یوې ځان وژونکې موټربم چاودنې د امریکايي پوځیانو او ملکي چارواکو د موټرو کاروان په نښه کړ او د یوې ډيپلوماتې په ګډون پنځه تنه امریکایان يې ووژل.

په 2007 کال کې هغه مهال چې د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر دېک چینې په بګرام اډه کې و، پر دې اډې ځان وژونکې حملې درویشت کسان ووژل او له شلو زیات یې ټپیان کړل.

په 2008 کال کې د ځان وژونکو یوې ډلې د کابل پر سرینا هوټل په داسې حال کې حمله وکړه چې د ناروې د بهرنیوچارو وزیر یوناس ګهر سټورې Jonas Gahr Støre په هوټل کې دننه و.

د دې حملو مثالونه کم نه دي خو پوښتنه دا ده چې له دې د طالبانو هدف څه دی او په داسې حال کې چې د دې سفرونو خبرونه اکثر محرم ساتل کېږي، طالبان له کوم ځایه خبرېږي چې کوم مقام د افغانستان په کومه سیمه کې څه کوي.

دا موضوع احمدتکل د حق او عدالت ګوند د اجراییه کمیټې له غړي او د ډیموکراتو حقوقپوهانو د ټولنې له مشر کبیررنجبر سره په مرکه کې څېړلې.

ښاغلي رنجبر په پیل کې د دې حملو د اهدافو په اړه خپل نظر بیان کړ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG