د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۳۲

ارګ: د ملکیانو د وژنو پیښې، پر سوله او امنیت منفي اغېزې کولای شي


که له یوې خوا په کونړ ولایت کې لسګونه کورنۍ د خپلو خپلوانو د غم پر ټغر ناستي دي، افغان حکومت بیا هم له پخواني معمول سره سم دې ولایت ته یو پلاوی د څېړنو لپاره لیږلی، چې څوک وژل شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیالي عادلې راز د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ډول پیښي په افغانستان کې پر سوله او امنیت منفي اغېزې کولای شي.

اغلې راز وايي، چې سیمي ته یې د څېړنو لپاره پلاوی لیږلی او نتایج به یې وروسته روښانه شي:

“د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ایساف ځواکونو دغه هوايي بمبار په کلکه توګه غندلی، هغه عملیات چې له امله یې په کونړ کې یوولس کوچنیان ووژل شوه.

له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه استفاده کول، د دې سبب کیږي، چې هغوي ووژل شي، افغان ولسمشر تل دا ویلي چې دغه ډول پیښې د امنیت او سولې پر بهیر منفي اغېزې کولای شي.”

افغان ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې یوازې د بهرنیو ځواکونو له خوا پر دغه بمبار انتقاد نه وو کړی، بلکې پر وسله والو طالبانو یې هم انتقاد کړی و، چې په جګړه کې له ولسي خلکو د سپر په توګه کار اخلي.

د کونړ سیمه يیز چارواکې وايي، چې د شنبې په ورځ وروسته تر هغې بهرنیو ځواکونو په سیمه کې بمبار وکړ، چې وسله والو مخالفینو پر افغان او بهرنیو ځواکونو حمله وکړه.

د راپورونو له مخې په دغه بمبار او جګړه کې 26 تنه وژل شوي چې یوولس یې کوچنیان او 8 یې ښځې دي.

په دې اړه مو د افغانستان د دفاع وزارت او د ناټو له مسئولینو څخه د نظر غوښتنه وکړه، چې دفاع وزارت له څه ویلو ډډه وکړه او د ناټو مسئولینو وویل، چې څېړنې یې پیل کړي او تر هغه مخکې هیڅ نه وايي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کېمسیون د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ولسي خلکو وژنه غندلې او له حکومت یې په دې اړه د جدي څېړنو غوښتنه کړې.

د دې کمېسیون اجرایوي رئیس موسی محمودي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی هم د شیګل ولسوالۍ د پيښې په اړه خپل تحقیقات کوي:

“کمېسیون دغه پيښه په توندو الفاظو غندي، موږ له افغان او بهرنیو ځواکونو څخه غواړو، چې د جګړې قوانین او په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړیوالو قوانیونو ته پام وکړي.

همدارنګه غواړو، چې ددې پیښي په اړه دي جدي څېړني وسي او خلک دي په خبر شي.”

پخوا هم په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي د پیښو په اړه د افغانستان د ارګ ماڼۍ چارواکو د تحقیقاتو لپاره پلاوي ټاکلي دي، خو د اکثرو نتیجې یې نه دي اعلان سوي.

بل خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی محمد نعیم حمید زی لالی وايي، چې دغه کمېسیون به د سې شنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امینت د عمومي ریاست مسئولین د کونړ د پیښي او هوايي بمبار په اړه پوښتنو ته ور وغواړي:

“اداري پلاوي د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، چې ددې پیښي په اړه څېړني وکړي، چې ګرم څوک دي او چا بهرنیو ځواکونو ته راپور ورکړی دی.

سبا سې شنبه زموږ کېمسیون پرېکړه کړې، چې د ملي امنیت د عمومي ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارت چارواکې په دې اړه پوښتنو ته را وغواړي او معلومات راکړي.”

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې داسي وخت بمبار کیږي، چې شا او خوا یوه نیمه میاشت مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه فرمان کې له ټولو افغان امنیتي ځواکونو غوښتي وه، چې په کلو کې د جګړې پر وخت دي د بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته نه غواړي، خو یوازي په ځینو حالاتو کې دغه مرسته غوښتلای سي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ناټو ځواکونو دغه بمبار د افغان ځواکونو په غوښتنه کړی او که یې په خپله خوښه.

د راپورونو له مخي روانه میاشت په افغانستان کې د ولسي خلکو لپاره خونړۍ بلل سوې، د تیري چهارشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه حمله کې 50 تنه ووژل سوه، چې ولسي خلک په کې شامل وه.

د کونړ د پیښي ترڅنګ د دوشنبې په ورځ د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه ماین په چاودنه کې 9 تنه ولسي خلک ووژل سوه، چې په یوه بس موټر کې یې سفر کاوه.

یو شمیر عام خلک انتقاد اوس مهال پر افغان او نړیوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو یو ډول دی، دوی وایي، چې یوه خوا یې هم ژوند ته پام نه کوي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG