د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

وکیلان: ولسې جرګه د معاملو او فساد په مرکز بدله شوې


د ولسې جرګې یوشمیر غړي وايي، په دې جرګې کې د فساد او معاملو له امله پوزې ته راغلي او د دې جرګې د لغو کولو غوښتنه لري.

دوی ټینګار کوي چې د کابینې د اوو تنو وزیرانو د استیضاح په مسالې کې ډیرې معاملې وشوې او حتی د دوی په خبره رسنۍ او خلک ولسې جرګې ته د معاملو او سوداګرۍ د مرکز په توګه ګوري.

د ولسې جرګې غړي محمد نور اکبري د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې ولسې جرګې خلکو ته خپل ارزښت له لاسه ورکړی او باید چې دروازه یې وتړل شي:

"محترمو وکیلانو که چیرې غلي پاتې کیږي په دې معنی ده چې ولسې جرګه نور د خلکو استازیتوب نه کوي.

که چیرې سکوت نه کوئ نور درې لارې موجودې دي،یوه د ولسمشرکرزي مداخله، دوهم په ملي شورا کې د ملي ګټو د تضاد لایحه او دریمه لاره چې ترټولو غوره هم ده د وکیلانو ډله ایزه استعفا او د ولسې جرګې د دروازې تړل کیدل.

موږ باید پخپله ولسې جرګې لغو او دروازه یې وتړو".

د ولسې جرګې یوشمیر نورو غړو هم ورته نظر درلود او ویل یې چې د ولسې جرګې یوشمیر غړي د خلکو د وکالت پرځای د پروژو د ترلاسه کولو ،په مهمو څوکیو د خپلو دوستانو د ټاکنو او له وزیرانو او حکومتي چارواکو سره د معاملو د کولو په لټه کې دي.

د ولسې جرګې بل غړي عبدالرحیم ایوبي څرګنده کړه چې یا باید ولسې جرګه لغو شي او یاهم هغه وکیلان باید افشا شي چې د ملي ګټو او اصولو پرځای معاملو ته مخه کوي:

" زما هیله غوښتنه له ټولو وکیلانو نه دا ده چې له دې کور سره دومره ظلم مه کوئ چې څومره چې اوس ورسره شوی.

نور مونږ ته څه نه دي پاتې راشئ چې د دې جرګې دروازه وتړو،ټول په ډله ایزه توګه استعفا ورکړو او د دې ملت له نوم څخه ناوړه ګټه پورته نکړو.

که داسې نکوئ نو راځئ چې هغه کسان پیدا او افشا کړو چې د ولسې جرګې په نوم معاملې او کمیشن کاري کوي".

ولسې جرګې تیره اونۍ د کابینې اوه تنه وزیران په ۱۳۹۰ لمریزکال کې له پنځوس فیصدو څخه د کمې پراختیایی بودجې د لګولو له امله استیضاح کړل.

که څه هم یوشمیر وکیلانو ویل چې د استیضاح شویو وزیرانو ځوابونه دوی ته د قناعت نه وو خو اوه واړه وزیران وتوانیدل چې له ولسې جرګې څخه د قناعت او باور رایې ترلاسه کړي.

دغې جرګې خپله د څلورو نورو هغو وزیرانو د استیضاح پریکړه هم بیرته واخیستله چې په ۱۳۹۰ کال کې په اوسنیو پوستونو نه وو.

دې مسالې او د ځینو وکیلانو انتقادونو داسې شکونه پیدا کړل چې ګوندې د ولسې جرګې ډیر شمیر غړو له وزیرانو سره سیاسي او د پیسو او پروژو معاملې کړي.

د ولسې جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني هم له دې امله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې باید د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وشي:

" که چیرې مونږ د ملت د کور په توګه لومړی ولسې جرګه اصلاح نکړو نو داسې هیله نشې کیدې چې مونږ له ملي شورا بهر څه کار وکولای شو.

یوه کمیټه باید په ولسې جرګې کې د ملي ګټو د تضاد لایحه جوړه او د رییسانو کمیټې ته یې وړاندې کړي.

باید په دې برخه کې جدي کار وشي او مونږ د اداري پلاوي په توګه پردې کار کوو ترڅو عملي بڼه غوره کړي".

پر ولسې جرګې تر دې پخوا هم په ډیرو مواردو کې ورته انتقادونه شوي،هم عامو خلکو ډیرکله ویلي چې ګڼ شمیر وکیلان د خپلو ګټو په لټه کې دي او هم سیاسي څیړونکو دوی په معاملو تورن کړیدي.

د ولسې جرګې یوشمیر غړو او اداري پلاوي تل دا شکایت هم کړی چې د دې جرګې نصاب ډیر کله نه پوره کیږي او پریکړې یې له یوې نه بلې ورځې ته ځنډیږي.
XS
SM
MD
LG