د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ولې وژل کېږو؟


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د نور موضوعاتو ترڅنګ د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې د وژل شوېو ۱۱ ماشومانو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، د بهرنیانو په بمبارۍ کې یو ځل بیا ۱۱ ماشومان وژل شوي.

ورځپاڼه لیکي د وړمې ورځې په پېښه کې د ماشومانو له وژل کېدو سره بېره یو شمېر ښځې هم ټپیانې شوي او ۶ طالبان وژل شوي دي.

یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي، موږ باید د دې ډول وژنو د مخنیوي لپاره بنسټیزې لارې چارې ولتوو.

د خدمتګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ولې وژل کېږو؟

د سرمقالې لیکوال خپلې پوښتنې ته په اسانه ځواب ورکړی، ځکه وژل کیږو چې نور وژنو.

لیکوال وړاندیز کوي همدغه ځواب کفایت کوي، چې د راتلونکي په اړه تصمیم ونیسو، یعنې که نور ونه وژنو نو موږ به هم نه وژل کیږو.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، بد بختي دا ده چې بایلودل شوي طالبان او پنجابیان د خپل تیر بری او برم د بېرته ګټلو لپاره افغانان د مرګ کومي ته ورکوي.

د لیکوال په باور خو دا په عامو افغانانو پورې ارتباط لري، چې خپلو ځوانانو ته ووايي هغه ګلالي ماشومان چې د کونړ په شیګل کې ووژل شول که جګړه دوام پیداکړي کیدای شي دهرچا له خوا په هرځای کې نور هم ووژل شي .

ملي باور ورځپاڼې د شیګل د ولسوال په حوا لیکلي د وژل شویو ماشومانو عمرونه له دوو میاشتو څخه تراوو کلونو پورې دي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي ولسمشر کرزي څه موده وړاندې له افغان ځواکونو څخه وغوښتل چې نو په عملیاتو کې له هوايي ځواک څخه کار مه اخلئ.

د لیکوال د معلوماتو له مخې اوس هم افغان ځواکونه په عملیاتو کې د بهرنیانو له هوايي ملاتړ څخه مرستې غواړي چې ورځ تربلې دملیکانو مرګ ژوبله زیاته کړې.

د لیکوال په اند افغانان د بهرنیانو دغه تکراري او بې پروا عمل ته داشغال په سترګه ګوري.

محور خپلواکې ورځپاڼې لیکي د طیارو او ځان وژونکو ورځني قربانیان درې ماشومان دي.

او په اخر کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي ولسمشر حامد کرزي دکونړ په پوځي عملیاتو کې دماشومانو وژنه په کله وغندله.

ورځپاڼه لیکلي ښاغلي کرزي یو پلاوي ته وظیفه ورکړې چې دغه پیښه له نږدې وڅیړي او جمهوري ریاست ته هرڅومره چې ژر وي خپل معلومات وړاندې کړي.

چمتوکونکی ـ رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG