د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۴۸

د زابل برېښنا، اوس دې يادونه افسانې ښکاري


د زابل اوسېدونکي وايي، يوه نيمه مياشت پوره شوې چې برېښنا يې په سترګو نه ده لېدلې. دوی وايي، د برېښنا د پارچاوۍ له امله يې په تېره يوه نيمه مياشت کې نه په مړه ګېډه د څښاک پاکې اوبه څښلې دي او نه يې هم غريبي او مزدوري کړې ده.

د زابل اوسېدونکي وايي، د ولسواليو اوسېدونکيو خو په خپلو کورونو کې په ژوند د دولتي برېښنا لګېدلی څراغ نه دی ليدلی، خو اوس دا دی، يوه نيمه مياشت پوره شوه چې په کلات ښار کې هم خلکو برېښنا په سترګو نه ده لېدلې.

دوی وايي، د کلات ډېری اوسېدونکو تر دې وړاندې د څښاک اوبه په برق را ايستې، خو له تېرو پنځه څلوېښتو ورځو راهيسې چې برېښنا تللې، يا د ويالو اوبه څښي يا د جنراټورونو له خاوندانو څخه په سوال پاکې اوبه غواړي.

د برېښنا نه شتون په کلات ښار کې د هغو دوکاندارنو کارونه هم خراب کړي، چې زيات کار به يې په برېښنا کاوو.

دوی وايي، د هر خريدار له راتلو سره جنراټور چالانوي، چې له يوې خوا يې تېل مصرفېږي او له بلې خوا د جنراټور لوګي د ښار هوا چټلوي.

د کلات ښار اوسېدونکی نقيب الله وايي، که برق وای، د دفتر کار به يې دومره نه ځنډېده لکه اوس چې د دقيقو کار ساعتونه نيسي:

"يوه نيمه مياشت کېږي چې برق نشته، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، موږ خپله هم له دې مشکلاتو سره مخ يو، په کمپيوټر کې مو چارج نه وي، دفتر، اداره او کار پر مخ شو بېولای، که برق وای دا هر څه به سم وو، زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې خامخا دې زموږ د برق غم وخوري. "

د کلات ښار خياطان بيا وايي، چې تر دې وړاندې به يې د ورځې اووه جوړې جامې جوړولې او ښې پيسې به ورته پاتې کېدې. خو اوس يې دا دی په تېرو څو اوونيو کې نه په ياد کېږي. چې د ورځې دې يې يوه جوړه هم بشپړه جوړه کړې وي.

د کلات ښار يو تن خياط روح الله:

"په ايمل مارکېټ مې خياطي ده، دا دوې مياشتې کېږي چې نه مو اوتو په برق کړی دی، نه مو کالي پرې جوړ کړي دي. مخکې به مو په ورځ کې اووه اته جوړې جوړولې اوس يوه هم نه شو جوړولای، په کور کې د اوبو له نشتوالي سره مخ يو، بمبه نه لرو، چې همسايه مو جنراټور چالان کړي، بيا ورځو او د هغو له کور څخه اوبه راوړو"

د کلات ښار د عکاسانو له ډلې بيا عبدالله د پاکو اوبو نه شتون، د دوی د عکسونه د کاروبار په ټپه درېدل او د هوا چټلي ټول د برېښنا د نه شتون له امله بولي:

"د کلات اتيا فيصده خلک په برق اوبه را باسي، چې اوس ټول له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ما ته چې خپل مشتريان راشي، چې عسکونه يې اخلم نو مجبور يم چې هره يوه ته ځانته ځانته جنراټور چالان کړم.که عمومي برق وي بيا به دا ستونزې نه وي، نه به د جنراټورونو لوګي وي، نه به خلک ناروغه کېږي"

د زابل د برېښنا رئيس انجينېر عزت الله وايي، ليږ تر ليږه دې، يوه نيمه مياشت نور هم د زابل اوسېدونکي له برېښنا څخه لاس ومينځي.

دی وايي، خلکو د برېښنا بيلونه نه ورکول، جنراټورونه خراب شول او اوس دوی دومره څه په لاس کې نه لري، چې هغه خراب شوي جنراټورونه پرې جوړ کړي:

"تقريبآ دوه مياشتې کېږي چې په زابل کې برق نه شته، هغه جنراټورونه چې په دوه زره اووم کال کې (يو ايس ای ډي) راکړي وو، هغه استحلاک شول، اوس مې د يو جنراټور امر اخيستی دی، خو د قانون په اساس هغه بايد يوه نيمه مياشت په قيمت کې پروت وي، يو لک او نوي زره مصارف لري، موږ دومره پيسې هم نه لرو چې خراب جنراټورونه پرې ترميم کړو، نوي خو بېخي نه شو اخيستلای"

د کلات ښار ډېری سيمو ته تر اوسه پورې لا د برېښنا تارونه نه دي ورغزېدلي، خو د چارواکيو په خبره هغه سيمې چې دوی پکې د برق خادې درولې، ليږه تر ليږه شپاړس ميګا واټه برېښنا ته اړتيا لري.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG