د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

په کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٦ کسان وژل شوي


په کونړ کې د جګړې په نتيجه کې لږ تر لږه ٢٦ کسان ووژل شول. د شيګل ولسوال حاجي عبدالظاهر ساپي ازادۍ راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې ١١ تنه ماشومان، لږ تر لږه شپږ ښځې، يو امريکايي ملکي سلاکار او اته طالبان شامل دي.

ساپي وويل چې طالبانو په شلتن دره کې د ملکي خلکو له کورونو پر افغان او امريکايي ځواکونو بريد وکړ، ولسوال وايي ملکي کسان او طالب جنيګالي د ناټو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د امريکا د پوځ وياند توماس کولينس تاييد کړې چې په پېښه کې يو ملکي امريکايي سلاکار وژل شوى او بيا بهرنيو ځواکونو د ايساف د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ده په خبره هوايي بريد وسلوال په نښه کړي.

د ازادۍ راډيو خبريال چې د پېښې ځاى ته تللى و، وايي چې د يوولسو تنکيو ماشومانو مړي يې ليدلي دي.
XS
SM
MD
LG