تېره شپه دپکتیکا ولایت په اومنې ولسوالۍ کې دفغان ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتو کې څلورتنه وسلوال مخالفین له یو شمیر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شويدي.
دپکتیکا ولایت دمطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ،چې تيره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست د يوه کشفي راپور په ترڅ کې له افغان ګډو امنيتي ځواکونو سره یو ځای د اومنې ولسوالۍ د سپينه په سيمه کې يې چانيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال مخالفين د يو شمير وسلو او مهماتو سره د مخامخ جګړې پر مهال ژوندي نيول شوي دي .
په اعلامیه کې زیاته شوې ،چې د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست دچارواکيو په وینا په نيول شويو څلورو وسلوالو کسانو کې یو هم د مخالفينو سيمه ييز قوماندان عبدالباري دی، چې د لويو لارو پر سر به يې ماينونه اېښودل، ولسي خلک به يې په يو او بل نوم ځورول او د دولت پر ضد به يې تبليغات کول.
د يادو عملياتو پر مهال د افغان ګډو امنيتي ځواکونو او يادو وسلوالو تر مينځ لنډه نښته شوې، چې ملکي وګړو او یا دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.
دنیول شویو کسانو سره درې ميله کلاشنکوفونه، مخابرې او يو شمير چاودېدونکي توکي هم افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .