د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

خوست: محبس کې کلینک او محکمې ته ودانۍ جوړې شوې


د خوست په مرکزي محبس کې د بنديانو د ستونزو د حل لپاره دامریکا متحده ایالتونو دحکومت په مرسته دنږدې نهه دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت درې نوې ودانۍ جوړې شوې ، له یادو ودانیو څخه به دروغتیايي کلینیک ،محکمې او نورو اداري چارو په برخو کې ګټه پورته کیږي .

د خوست محبس ،چې دزندانیانو لپاره يې پخوا د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو او له نږدې د بنديانو د دوسیو دڅیړنې او محاکمې لپاره يې لازمې اسانتياوې نه درلودې،دامریکا دحکومت په مالي مرسته په نوموړي محبس کې درې نوې ودانۍ جوړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

خوست والي عبدالجبارنعيمي دیادو دریو ودانیو دپرانیستې په مراسم کې تمه څرګنده کړه،چې پدې سره به دبندیانو او دمحبس دمسوولینو ډیری ستونزې هوارې شي ،دده په خبره دا ډول اسانتیاوې به دقانون له واکمنۍ او لدې سره د تړلو مسائیلو په حل کې مرسته وکړي :

((اته دېرش ميليونه او اووه لکه او شل زره افغانۍ په مجموع کې پدې دریو ودانیو باندې لګښت راغلی دا پروژې دمحبس هغه مهمې او اساسي پروژې وې ،چې تاسو يې عملاً وینئ ددې ودانیو دلګښت دامریکا دمتحده ایالتونو دقانون دحاکمیت دڅانګې پر غاړه دی ،ددې پروژو په تکیل سره به انشاالله دمحبس او بندیانو اکثره مشکلات او ستونزې حل شي.))

پخوا به ناروغ محبوسین د درملنې لپاره ولایتي روغتون او د دوسیو دپرمخبیولو لپاره دمحاکمو ودانیو ته بیول کیدل ،خو دخوست محبس دمحبوسینو دانتقال یو تن مسوول خاک نواز وویل ،چې پدې ودانیو او اسانتیاوو هغې ټولې انديښنې ورکې شوې ،چې پخوا دمحبوسینو دانتقال په جریان کې موجودې وې :

((پدې ودانیو ډیر مشکل کم شول ستونزې حل شوې،پدې سره ناروغ بندیان لنډ راوله، له لاسونو يې ولچک خلاص کړه کېېنوه ،څارنوالان او قاضیان پوښتنې ځنې وکړي او کار خلاص شي ،هلته مشکل دا وو ،چې یو خو په لاره کې ستونزې وې له موږه يې پوره امنیتي تدابیر غوښتل ،موږ به دې ته په اندیښنه کې وو ،چې بندي ونتښتي ،څوک برید پرې ونکړي ،اوس ډیر سهولت شو په محبس کې مو امنیت نیولی وي ،بندیان قاضیانو ته راولو،کله چې پوښتنې ګرویږنې ځنې وکړي بیرته يې بیایواو هیڅ مشکل هم نه وي .))

د خوست دمحبس امر سمونوال روح الله کريمي دیادو ودانیو دارزښت په اړه وویل ،چې دوی پخوا اړول ،کچیرې ناروغانو به ډیره وړه ناروغي هم درلوده ،نو زنداني به ولایتي روغتون ته ددرملنې لپاره بیول کیده ،خو تر دې وروسته به له ناروغانو سره هغه لومړنۍ مرستې په همدې ځای کې ترسره کیږي. ښاغلي کریمي په محبس کې دنویو درې ودانیو جوړول یو ښه پرمختګ وباله :

((هغه سهولتونه او اسانتیاوې ،چې محبوسینو ته برابرې شوې دادي ،اول دا چې موږ کلینیک نه لاره هغه لومړني روغتیايي کمکونه ،چې باید په همدې ځای کې له محبوسینو سره وشي او په ټاکلي وخت يې محکمه وشي دا ټول موجود شول ، ابتدايي محکمه يې دلته کیږي ،بعضي اوقات يې داستناف محکمه هم دلته کیږي ،خو ځنې وخت يې دجنايي بندیانو په ګډون هلته بیایو.))

دیادونې وړ ده چې دا مهال دخوست په محبس کې دڅلورو تنو ښځو په ګډون ۴۸۵ تنه زندانیان د بیلابیلو سیاسي،جزايي ،جنايي او نورو حقوقي قضیو له امله دبند شپې ورځې تیروي.

خبریال/نجیب الله الوخیل –خوست
XS
SM
MD
LG