بګرام هوايي اډې ته د شنبې په ورځ د امریکا د لوی درستیز مارټن ډیمپسي له رسیدو څو ساعته وروسته په زابل ولایت کې یوې ځانوژونکې حملې د امریکايي ځواکونو او ملکي چارواکو د موټرو کاروان په نښه کړ او پنځه امریکایان يې ووژل.
د زابل په مرکز قلات کې دغې چاودنې یو افغان ډاکتر هم وواژه.
په همدې ورځ د افغانستان په ختیځ کې یو بل امریکايي سرتیرۍ له وسله والو سره په جګړه کې ووژل شو.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري په زابل کې پر امریکايي ځواکونو شوې انتحاري حمله چې یوه ځوانه امریکايي ښځینه ډیپلوماټه هم په کې وژل شوي؛ غندلې ده.
جان کري ویلي، د امریکايي او افغان ځواکونو دغه کاروان غوښتل چې؛ د زابل په مرکز قلات کې زده کونکو ته کتابونه ورکړي.
لاس انجلس ټایمز وايي، پر نړیوالو ځواکونو د طالبانو د حملو د پراخوالي څخه هدف له افغانستان څخه د دې ځواکونو د وتلو د بهیر ګړندي کول دي.
په عین حال کې د امریکا پوځ ویلي چې؛ د دې هیواد لوی درستیز مارټین ډیمپسي د دې لپاره په افغانستان کې دی؛ څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې د امریکايي سرتیرو د روزونکي ماموریت د اندازې او څرنګوالي موضوع وارزوي.
مارټین ډیمپسي خبریالانو ته ویلي، د ده ارزونه به دغه راز په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو سرتیرو د شمیر په اړه د متحده ایالاتو په پریکړه کې مرسته وکړي.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته د پوځی چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل ویلي؛ که چېرته د روزنې مساله وي، نو ۱۵ زره امریکايي سرتیري کافي دي؛ خو د هغه په وینا، که له افغان سرتیرو سره اوږه په اوږه د جنګیدو خبره وي؛ نو له ۲۰۱۴ کال وروسته باید لږ تر لږه څلویښت زره امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتي وي.
د ښاغلي امرخېل په وینا، د افغان ځواکونو قومندانانو پرمختګ کړی؛ خو په استخباراتي چارو کې افغان ځواکونه لا هم نیمګړتیاوې اوستونزې لري.