د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

په دووه جلا پېښو کې شپږ امریکايان او یو افغان وژل شوي


د شنبې په ورځ په روان میلادي کې د امریکايانو لپاره یوه له ډیرو خونړیو ورځو څخه وه چې په ترڅ کې یې پنځه امریکايي سرتیري او یو افغان ډاکتر د زابل په مرکز کلات کې ووژل شول او یو امریکايي هم د افغانستان په ختیځ کې وژل شوي دي.

امریکايي چارواکو د زابل په ځان وژونکي برید کې د درو پوځي او دوه غیرې پوځي امریکایانو وژنه تایید کړې ده. په دې کې یوه ښځینه امریکايي ډیپلوماټه هم شامله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې د دې ډیپلوماټې او نورو امریکایانو په وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.

د جان کیري په وینا په وژل شویو کسانو کې د امریکا د دفاع وزارت یو غیرې پوځي مامور هم شامل دی.

نوموړې ویلي دي چې، د بهرنیو چارو د وزارت څلور تنه نور مامورین ټپیان شوې دي چې د یو روغتیايي وضعه د اندېښنې وړ ده. جان کیري ویلي دي چې، افغانستان ته د وروستي سفر پر مهال یې په پرونۍ پېښه کې د وژل شوې ښځینه ډیپلوماټې سره کتلې و او د امریکا او افغانستان لپآره یې د نوموړې د کار ستاینه کړې ده.

جان کیري ویلي دي، دا امریکايي مامورین او د دوی افغان همکاران کلات ته روان وو او غوښتل یې هلته د ښونځي ماشومانو ته کتابونه وویشي.

د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري ازادي راډیو ته ویلي دي چې؛ په دې چاودنه کې یو شمیر افغانانو ته هم زیان اوښتی دی.

دا برید پرون غرمه په داسې حال کې وشول چې؛ د زابل د والي د موټرو کاروان هم له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

په افغانستان کې پر بهرنیو د بریدونو په لړ کې یو غیرې پوځي امریکايي د افغانستان په ختیځ کې هم وژل شوی دی.

ایتلافي ځواکونه وايي چې، دا امریکايي د وسله والو په یو برید کې وژل شوی. د وژل شوي کس د هویت او د پېښې د دقیق ځای په اړه جزییات نه دې په ډاګه شوي.

وسله والو طالبانو د زابل د برید مسولیت پرغاړه اخیستی دی. طالب ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې، په دې برید کې یوولس بهرنیان وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې ترې دوه ورځ مخکې د فراه ولایت مرکز هم د خونړیو ډله ایزو بریدونو شاهد و چې" د چارواکو په وینا تر یونیم سلو زیات کسان په کې مړه او ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG