د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د ده سبز اوسېدونکي: د نوي کابل په پروژه کې زیانمن شوي یو


د کابل د دهسبز ولسوالۍ یو شمیر خلک شکایت کوي چې ځمکې یې غصب شوي دي.

دوی ادعا کوي چې ځینې ځمکې یې د کابل د نوي ښار له امله دولت نیولي او یو شمیر نورې یې بیا اشخاصو غصب کړي دي.

دوی دغه اعتراض په یوې غونډې کې وکړ.


د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ خلک خبردارۍ ورکوي، چې که یې افغان دولت ستونزو او غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی به په دغه سیمه کي د نوي کابل پروژه بنده کړي.

که څه هم د ده سبز ولسوالۍ خلک په دغه ولسوالۍ کې د نوي کابل له پروژې سره مخالفت نه ښيي، خو وايي، چې د دې پروژې په پلي کېدو کې دوی ته زیان رسېدلی او په تیرو څو کلونو کي پر دغه پروژه لازم کار هم نه دی شوی.

د دې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو محمد اکبر او رضا خان ازادۍ راډیو ته وویل، چې ځینو کسانو یې مځکې غصب کړي او دولت د نوي کابل ښار د پروژې لپاره د دوی کرنیزې مځکې او کاریزونه ویجاړ کړي.

د کابل په شمال لویدیځ کي د ده سبز ولسوالۍ شا او خوا ۴۵ کلي لري او زرګونه اوسېدونکي لري، د دغو خلکو ځیني استازي وايي، چې ورځنی کار یې کرنه او یا هم د خښتو پخول دي.

د دې سیمي یوه قومي مشر جنت ګل وایي، چې په دې ولسوالۍ کي حکومت وروسته تر هغه د خښتو پخولو بټۍ بندي کړې، چې د نوي کابل پروژه پيل سوه او اوس مهال یې ډیری خلک بېکاره دي.

په دې اړه مو ډیر کوښښ وکړ، چې د ښار جوړو وزارت او یا هم د نوي کابل ښار د پروژې د کمیټې د مسوولینو نظر واخلو، خو له پرله پسې ټلیفونونو سره سره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د کابل نوی ښار د کابل او باګرام د هوایي ډګرونو ترمنځ په درې لکه او پنځوس زره جریبه ځمکه کي په پنځه لسو کلونو کې جوړیږي؛ چې درې میلیونو خلکو ته به په کي د اوسېدو زمینه برابره شي.

د نوي کابل د پراختیايي ادارې چارواکو ویلي، د دې ښار پر جوړولو میلیارډونه ډالر لګښت راځي چې یوه برخه به یې د جاپان له مرستو څخه وي، چارواکو دوه کاله مخکي ویلي وه چې؛ په راتلونکو پنځو کلو کي به یې د سړکونو، بريښنا، مخابراتو او کانالیزاسیون چارې بشپړي سي.

خو د دو کلونو په تیرېدو سره په دغه خړ دښت کې هغه ډول بدلون نه دی راغلی چې ژمنې یې شوي وې.

پخوا د نوي کابل ښار د پروژې مسوولینو په سیمه کې د خلکو د ځمکو د استملاک مساله ددې پروژې د تطبیق په مخې یو خنډ بللی و.

دوی همداراز ادعا کړې وه چې، د ځمکو د غصب له امله هم دغه پروژه له ستونزو سره مخ ده.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG