د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۱۶

ولسي جرګې د کانونو او اطلاعات او فرهنګ وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړې


د افغان حکومت دوو وزیرانو، له ولسي جرګې څخه د باور رایې یوړې او پر خپلو دندو پاتې شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانو د وزیرانو د باور د رایو له ګټلو سره د ولسي جرګې یوشمېر غړو غبرګون وښود.

انتقاد کوونکو ویل، یادو وزیرانو د تیرې چهارشنبې په ورځ د عدم قناعت رایې وړې وې؛ اوس څنګه وتوانیدل چې د اعتماد کافي رایې یوسي؟

د جرګې غړی حیمدزی لالی د ولسي جرګې د شنبې د ورځې چلند له شرمه ډک وباله.

لالی خواښیني وښوده چې، د جرګې د ځینو غړو تصمیم په دوه درې ورځو کې بدل شو:

"د خواښینۍ ځای دی چې، ولسي جرګې نن یو له شرمه ډک چلند وکړ؛ تېره ورځ ځینو وکیلانو همدې وزیرانو ته د عدم قناعت رایې ورکړې؛ نن هماغو وکیلانو دهغه داعتماد لپاره رایې ورکړې؛ دا تصمیم په دوو ورځو کې ولې وګرځید.

خلک باید په دې ولسي جرګه باور ونه کړي، دا یو تجارتي مرجع نه دخلکو د ارزګانو کور."


د جرګې بله غړې نظیفه وایي، د جرګې ځینو غړو د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغو وزیرانو ته د باور رایې ورکړې:

"معاملې به شوې وي، ځینې وزارتونه قراردادونه لري، ځیني وکیلان سوداګردۍ لري او غواړي دا قراردادونه واخلي. دا مسایل امکان لري."

د ولسي جرګې د پخوانۍ پریکړې له مخې د حکومت یوولس وزیران په دې دلیل چې په نوی یم لمریزکال کې یې د بودجې پنځوس فیصده هم نه لګولې باید استیضاح شي.

له دې جملې څخه څلور وزیران د تیرې دوشنبې او درې یې د تیرې چهارشنبې په ورځ استیضاح او د قناعت یا عدم قناعت صندقونه ورته کیښودل.

د استضاح په ورځو کې د پوهنې، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د سوداګرۍ د وزیرانو ګزارشونه د قناعت وړ وګرځیدل.

د اوبو او برښنا او د اقتصاد د وزیرانو راپورونه قناعت ته نږدې وبلل شول؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ او کانو دوزیرانوراپورونه د قناعت وړ ونه ګرځیدل، د شنبی په ورځ ورته داعتماد او عدم اعتماد صندق کیښودل او رایې ورکړل شوې.

د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د رایو د شمېر نتیجه داسې اعلان کړه:

"وحیداله شهراني یوسلو درې دېرش تاییدي او درې اویا رد رایې یوړې، د افغانستان د کانو وزیر دی.

د سید مخدوم رهین تاییدې رایې یوسلو دوه دیرش او مخالفې رایې یې څلور اویادي.

نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیرپه توګه په خپل ځای پاتې دی."


ولسي جرګې د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو، سوداګرۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې، اوبواوبرښنا، اطلاعاتو او فرهنګ، ښاري پراختیا، پوهنې، اقتصاد او کانو وزیران د استیضاح وړ بللي وو.

خو د شنبې په ورځ یې د دفاع، کورنیو چارو، ښاري پراختیا او لوړوزده کړو وزیرانو له استیضاح څخه په دې دلیل چې دوی تیرکال د موجوده وزارتونو وزیران نه و؛ صرف نظر وکړ.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG