د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د جنګ لپاره د طالبانو نظريات بدل شوي


کله چې د پسرلي په راتګ سره هوا توده او د افغانستان او پاکستان په سرحد کې پر دنګو غرونو واورې ويلې شي، په سلګونو طالب جنګيالي چې ژمى په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو او نورو خوندي مرکزونو کې تېروي، جنګ ته د تګ لپاره تيارى نيسي.

په داسې حال کې چې تر يو کلن ځنډ وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې بيا په پيلېدو دي، سږکال سخت دريځي وسلوال په افغانستان کې د جنګ لپاره نوي فکرونه لري.

ډيلي بيست خپرونې ليکلي، دا مهال جنګ ته د ستنېدو په برخه کې په جنيګاليو کې ځينې بحثونه تاوده شوي او يقيناً ځينې به يې په داسې حال کې مري، چې د سولې پر ليدلوري بحثونه روان دي.

د طالبانو يوه مهم مشر چې ځان ذبيح الله معرفي کوي، ډيلي بيسټ ته ويلي: ”د طالبانو رهبري هيله لري، چې سږکال د جنګياليو يوه لويه ډله افغانستان ته ولېږي“

خپرونه زياتوي، د طالب مشر ذبيح الله خبرې دوى ته پخوا هم سمې ثابتې شوي او اوس يې ويلي چې په جنيګاليو کې دا مهال ډېر زړه نازړه توب شته، پر دې فکر کوي ايا جنګ ته لاړ شي او که په پاکستان کې پاتې شي او د قطر د سولې خبرو ته انتظار وکړي.

د اسلام اباد د شمال په څه باندې ٦٤کيلومترۍ کې د هريپور په نامه د افغان کډوالو د کمپ په يوه جومات کې پنځه طالب جنګيالي چې د پسرلي تاوده لمر ته غزېدلي وو او د شنو چايو غوړپونه يې کول،په خپل منځ کې په بحث کولو سره له ډيلي بيست سره خبرې کړي.

په دې ډله کې د ملا محمد خان په نامه يوه دېرش کلن جنګيالي ويلي: ”د استراحت او لمر څخه ګټه واخلئ ځکه تر يوې مياشتې لنډه موده کې بايد جهاد ته لاړ شو“

خو محى الدين اخوند د خپل ملګري ملا محمد خان په څېر لېوالتيا نه لري، ده خپرونې ته ويلي: ”سږکال مې زړه نه غواړي چې جهاد ته لاړ شم“

ډيلي بيسټ د ده نورې خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي: ”جهاد ته ځکه نه ځم چې زموږ مشران په قطر کې له کافرانو سره خبرې کوي، خو موږ ته وايي چې افغانستان ته لاړ شو او د امريکايانو په وړاندې مبارزه وکړو“

خپرونه ليکي، ملا محمد خان د طالبانو د ټيټې رتبې قوماندان او د بغلان ولايت دى، دى هڅه کوي له خپل ملګري محى الدين اخوند سره استدلال وکړي، خبردارى ورکوي چې دى د بې ايمانۍ له خطر سره مخامخ دى.

محى الدين اخوند خپل ملګري محمد خان ته په ځواب کې په زغرده ويلي: ”زه څنګه جنګ ته ادامه ورکړم، چې رهبران مو په قطر کې د امريکايانو له مېلمه پالنې خوندونه اخلي او موږ ته ويل شوي چې افغان سرتېري ووژنئ“

خپرونې د عبدالله خان په نامه د يوه بل وسلوال خبرې هم رااخيستي چې له اخوند سره هم نظره ښکاري، ده ډيلي بيست خپرونې ته په خپلو خبرو کې ويلي: ”زموږ مشران د ايرکنډېشن لرونکو اتاقونو، په لوکسو موټرو کې له چکرونو او په ښو کورونو کې له ژوند کولو څخه خوند اخلي، خو موږ په افغانستان کې ستونزمن ژوند تېروو“

خپرونې د دغو طالب جنګياليو ترمنځ د استدلال او خبرو اترو زياتې نورې برخې هم رااخيستي دي، چې د دوى په نظرياتو کې ډېر تفاوت څرګندوي.

د ذبيح الله په نامه طالب مشر ډيلي بيست ته ويلي، ”په طالب قوماندانانو او مشرانو کې زيات زړه نازړه توب شته، چې د سږ او بل کال لپاره د جنګ پلانونه څنګه برابر کړي“

خپرونه په پاى کې ليکي، که دا مسئله دغسې پاتې وي، د امريکايي ځواکونو د شمېر کمېدل او په ٢٠١٤م کال کې يې له افغانستان څخه د وتلو پروسه به له کوم خنډ پرته بشپړه شي.

خو د ډيلي بيست په حواله، بيا هم زياتې پوښتنې پاتې دي، يوه دا: ايا افغان امنيتي ځواکونه به وکړاى شي په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه په وتلو دي، د طالبانو له دې بې نظمۍ څخه په ګټه اخيستو دوى په دفاعي حالت کې وساتي؟
XS
SM
MD
LG