د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

د امریکا د لوى درستيزانو د کمېټې مشر کابل ته ورسېد


د امریکا د متحده ایالاتو د لویو درسیتزانو د کمیټې رییس مارټن ډیمپسي په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان او افغان چارواکو سره وګوري.


په کابل کې د امریکايي ځواکونو چارواکي وايي چې؛ په افغانستان کې د روانې جګړې او د افغان ځواکونو د ظرفیتونو ارزونه کابل ته د امریکا د لوی درستیز مارټین ډیمپسي د سفر د اجنډا مهم مسایل دي.

ښاغلي ډیمپسي د شنبې په ورځ د بګرام هوايي ډګر ته ورسید.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال "توماس کولینس" د نوموړي د سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نوموړی افغانستان ته راغلی چې، له افغان چارواکو او ایتلافي ځواکونو له قومندان سره وګوري او په افغانستان کې د روانې مبارزې په اړه خپله ارزونه وکړي.

نوموړی به د ایتلاف له قومندانانو او افغان چارواکو سره وګوري، تر څو پوه شي چې، مسایل څرنګه پرمخ ځي."


ځینو نړیوال رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی به په خپل دې سفر کې له دوه زور څوارلسم کاله وروسته د افغان ځواکونو د روزنې څرنګوالی وارزوي.

ښالغي ډمسي ویلي چې، د ده ارزیابي به د امریکا له دې پریکړې سره مرسته وکړي چې؛ له دوه زور څوارلسم کاله وروسته څومره عسکر په افغانستان کې پریږدي.

تراوسه امریکايي چارواکو په دې اړه پریکړه نه ده کړې؛ خو اټکل کیږي چې، د دغو عسکرو شمېر به له نهو تر لسو زرو پورې وي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز کابل ته له رسیدو مخکې په جرمني کې وویل؛ دی غواړي وګوري، د امریکايي عسکرو له وتلو مخکې سږنی اوړی افغان امنیتي ځواکونه څرنګه کار کوي.

نوموړی په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې؛ ټاکل شوې سږ کال پسری افغان ځواکونو په هیواد د ټولو پوځي عملیاتو مشري پرغاړه واخلي.

د امنیتي چارو ځیني افغان کتوونکي هم د نوموړي سفر مهم بولي.

کابل ته د امریکا د لوی درستیز په توګه د مارټین ډیمپسي دریم سفر دی.

کابل ته دا وروستی سفر په داسې حال کې کوي چې د بګرام زندان بشپړ مسوولیت د افغانستان حکومت ته سپارل شوی دی او د امریکا ځانګړي ځواکونه د میدان وردګو له نرخ ولسوالۍ څخه وتلي دي.

دا هغه مسالې وې چې په دې وروستیو کې یې د کابل او واشنګټن پر اړیکو منفي اغیزې کړې وې.
XS
SM
MD
LG