د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

بريتانيا ښايي افغان ترجمانانو ته پناه ورکړي


د بریتانیا ډیر شمیر پوځي، سیاسي او اکاډمیکو شخصیتونو ویلي کله چې له افغانستانه د دوى پوځونه وځي، نو د افغان ترجمانانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.

دوى له خپلو چارواکو د یو لیک په ترڅ کې غوښتي چې دې افغانانو ته په بریتانیا کې پناه ورکړي او دا يې د خپل هیواد اخلاقي مکلفیت بللی دی.

د دوى په وینا افغان ژباړونکو ډېرې قربانۍ ورکړي او لکه د دوی د عسکرو په شان یې په سختو شرایطو کې کار کړى دى.

فریده سیفي جزئيات اوروي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG