د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۳

همت: د لسګونو ملکيانو په وژنې تورن شجاعي په ارزګان کې نه شته


Afghanistan -- Interview
که څه هم افغان حکومت تاييدوي، چې افغان ځواکونه د شجاعي په نامه د خپلسرو وسلوالو د يوې ډلې د مشر په نيولو کې پاتې راغلي، خو ټينګار کوي، چې شجاعي به خامخا محکمې ته راکاږي.

شجاعي له بشري حقونو په سرغړونو او په تېرو درېيو کلونو کې په ارزګان ولايت کې د ١٢١ ملکيانو په وژنې تورن دى.

مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې عبدالحکيم شجاعي د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دى، خو چارواکو دا مسئله رد کړه او وايي شجاعي د خپلسرو وسلوالو د يوې ډلې مشري کوي او د امريکا له خاصو ځواکونو سره اړيکې لري.

د حکومت د رسنيو د دفتر مشر ويلي، دا چې شجاعي يو فراري مجرم دى، کله په ارزګان او کله هم په کابل کې پټ وي. معلومه نه ده چې دى دا مهال چېرې دى.

خو د ارزګان د والي وياند دا نه مني چې شجاعي دې په دې ولايت کې وي، صالح محمد صالح ته عبدالله همت د مرکې په سر کې وويل چې د ارزګان ولايتي ادارې د شجاعي په باره کې خپل اقدامات کړي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG