د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۲

د کرزي پر ځای څوک؟


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د "روزا بروکس" یوه مقاله خپره کړې چې؛ سرلیک یې دی؛ "ډانګونه او ډبرې به ولې زموږ بې پیلوټه الوتکې ماتوي".

لیکواله لیکي، "البرټ اینشټاین" د امریکا د وخت جمهور رییس "ټرومان" ته د خبردارۍ په ډول لیکلي وو: "زه نه پوهیږم چې، په دریمې نړیوالې جګړې کې به کوم ډول وسلې وکارول شي؛ خو په څلرمې نړیوالې جګړې کې به له کوتکونو او ډبرو څخه کار واخیستل شي."

د فارین پالیسي د مقالې لیکواله زیاتوي، د اینشټاین د خبرو پر وړاندې استدلال نه کوي او د دغه عالم د څلورمې نړیوالې جګړې وړاند وینې په اړه هم شک نشته؛ خو د اینشټاین دغې مشهورې مقولې ته په کتنې؛ دا مهال موږ ځانونه د حجر یا ډبرو عصر ته رسولي دي. په دې معنی چې د جګړې ټکنالوجې به بېرته زموږ پر لور مخ راواړوي او له بل هر وخت زیات به پرمخ تللي، پیچلې، عصري او وژونکي وي.

خپرونه د جګړې د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو له توضیح او تشریح وروسته لیکي؛ که په افغانستان کې د امریکا وروستیو تجربو ته پام وکړو؛ امریکا د جګړې ډګر ته خپله ډېره عصري او پرمخ تللې ټکنالوژي او وسلې یوړې، خو بیا هم ډېرې برخې زموږ له نظره پناه او پټې پاتې شوې.

طالبانو په ډېرو لږو مالي امکاناتو سره د امریکا د عصري ټکنالوژۍ پرضد عمل ته ځانونه برابر کړل. طالبان چې، د مخامخ جګړې توان ورسر نشته د ماینونو پواسطه چې د موبایل ټیلفونو پواسطه له لرې واټن څخه چول کیږي؛ د امریکایي ځواکونو ځواب وایي.

موږ امریکایانو د موبایل ټيلفونو یا زیګنالونو د بندولو او جام کولو لپاره په زیات لګښت وسایل جوړ کړل؛ خو طالبانو یې په مقابل کې په سړک کې ښخ شوي ماینونه په میخانیکې ډول چولو ته تیار کړل.

فارین پالیسي په مقالې کې وړاندې لیکي، ځيني کسان ممکن و نه مني چې، دا حالت په هغې جګړې کې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې تروریستي حملو وروسته پیل شوي؛ د امریکا بدقسمتي ده، خو خبره دا ده، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې لاهم ۶۵ زره عسکر لري؛ مخکې له مخکې یې له دغې جګړې او د هغې له درسونو سره لېوالتیا کمه کړې. موږ باید چې ځانونه ښه پوه کړو.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبان په لږ وخت کې وپوهېدل چې د امریکا د عصري او پر مختللي ټکنالوژۍ په مقابل کې په خپلو ابتدایي وسایلو مقاومت کولای شي؛ د چین په څېرسیالو هیوادونو ولې دا مساله نه ده درک کړي.

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، وال ستریټ ژورنال؛ "د کرزي پر ځای به څوک کیني؟" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

جمهور رییس کرزی د خپلې وروستۍ دورې وروستي کال ته داخل شوی او دا به ډېر له وخته نه وي چې؛ دا پوښتنه مطرح شي: د ده پرځای به څوک د قدرت په ګدۍ کیني؟

د ورځپاڼې په باور، په دې اړه انتخاب محدود دی، ځینو مطرحو کاندیدانو ګواښونه کړي چې؛ هېواد به له اصلي مسیر څخه بل لورې ته بوځي؛ سیاسي شخړې به رامنځ ته کړي او په دې کار سره به یې د یوې لسيزې لاسته رواړنې له منځه یوسي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، جمهور رییس کرزي ژمنه کړې چې؛ بل ځل به انتخاباتو ته نه دریږي او د افغانستان اساسي قانون هم اجازه نه ورکوي؛ خو دی هم په اصطلاح بې وزره مارغه نه دی.

ده ځان د افغانستان د قومي او نژادي بېلتون او جوړښتونو څخه لرې ساتلی او له همدې امتیاز څخه په استفادې به دی په اصطلاح پٍاچا جوړونکی وي او یو داسې ایتلاف به جوړ کړي چې؛ د ده د خوښې د کاندید ملاتړ وکړي.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا پر ضد د هغه له وروستی دریځ څخه داسې څرګندیږي چې؛ دی غواړي ځان خلکو ته نږدې کړې او د نشنلستانو یا وطنپالو ملاتړ هم ترلاسه کړي. په عین حال کې ده دغه راز په خپل شاوخوا کې د ګلبدین حکمیتار د حزب اسلامي کسان هم راټول کړي دي.
XS
SM
MD
LG