د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۳۵

"د فراه حمله په کوټه کې پلان شوې وه"


کابل چاپ یوشمېر ورځپانو د شنبې د ورځې په ګڼو کې د نور موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په فراه ولایت کې د وروستۍ پېښېۍ په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي له خولې لیکي؛ طالبان د پردو د اهدافو لپاره ولس وژني، ترڅو د پردو جنګ زموږ په هېواد کې ادامه پیدا کړي.

ورځپاڼه د حامد کرزي په حوال وړاندې لیکي؛ په فراه کې د طالبانو حمله، له زندانونو څخه د طالبانو د خلاصون پروړاندې خلک بد بینه کوي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د فراه د امنیه قوماندان په نقل لیکي چې؛ په دې ولایت کې په څارندوالۍ حمله د پاکستان په کوټه کې پلان شوې وه.

د دې مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي؛ طالبانو د دې حملې مسوولیت په داسې حال کې اخیستی چې؛ کره اسناد شتون لري چې، د دې حملې پلان په پاکستان کې جوړه شوی و.

خدمتګار:

د بلې خپلواکې ورځپاڼې خدمتګار د سرمقالې عنوان دی یواځې غندل کفایت نه کوي!

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي؛ سره له دې چې ملګري ملتونه او ټوله نړۍ له ترهګرۍ نه د پاکستان پرملاتړ ښه خبر دي؛ خو تراوسه یې په وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

د لیکوال په اند، له ترهګرۍ نه د پاکستان د ملاتړ له کبله پر دغه هېواد د بندیزونو د لګولو لپاره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره کافي اسناد او شواهد په لاس کې شته؛ خو معلومه نه ده چې، ولې دغه شورا تراوسه پر پاکستان اقتصادي بندیزونه نه دي لګولي.

په اخر کې د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې؛ له اقتصادي بندیزونو پرته به پاکستان په هیڅ صورت د ترهګرۍ له ملاتړ نه لاس وانخلي؛ پر پاکستان اقتصادي بندیزونه کولای شي؛ چې د ترهګرۍ ضد جګړې برخلیک د نړیوال ایتلاف په ګټه بدل کړي.

ملي بارو:

د ملي باور ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی؛ "ولسي وګړي د بې تعریفه جګړې ښکار شوي".

د لیکوال په اند، افغان دولت او نړیوالې ټولنه تراوسه د افغانستان له جګړې مشخص تعریف نه لري. خو بې له دې چې له نړیوالې ټولنې او افغان دولت سره خپله جګړه له وړاندې اعلان کړې ده؛ داسې کوم تعریف د خپلې مبارزې لپاره نه لري.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د ولسمشر کرزي خبرې راخیستې چې ویلي وو؛ له طالبانو له رهبري باید وپوښتل شي چې؛ په فراه، کابل او خوست کې یې عام وژونه د څه او کوم هدف لپاره کړې ده؟

د مطلب په پای کې د ولسمشر د خبرو په استناد راغلي؛ په داسې حال کې چې طالبان دې سوال ته روښانه او قانع کوونکی ځواب نه لري؛ باید دوی هڅې وکړي چې، د پردو دلاس اله ونه ګرځي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG