د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۲۴

په ايران کې ترافیکي پېښې ١٥ افغانان ووژل


د ايران په جنوب ختيځ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې پنځلس تنه افغانان چې په غيرقانوني ډول دغه هېواد ته اوښتي وو، وژل شوي دي.

په ايران کې يو پيک اپ ډوله موټر چې په قاچاقي ډول يې تېل انتقالول، له هغه موټر سره ټکر شو، چې څو تنه افغانان په کې سپاره وو، د ټکر او وروسته د اورلګېدنې په پېښه کې اتلس تنه ووژل شول چې پنځلس تنه يې افغانان او درې نور ايرانيان وو.

د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا په حواله د موټرو د ټکر او اورلګېدنې په پېښه کې پنځلس تنه افغانان چې په غيرقانوني توګه ايران ته ننوتلي وو، وژل شوي دي. وژل شوي ايرانيان د تېلو په لېږدوونکي موټر کې سپاره وو.

ايراني چارواکو د پېښې علت د دواړو موټرو تېز سرعت بللى دى.

راپور وايي چې پېښه د جنوب ختيځ ولايت کرمان په ريګان ښارګوټي کې شوې ده، اکثره افغانان په ايران کې د کار موندلو په هدف له پولو تر اوښتو وروسته له همدې ولايت څخه تېرېږي.

هڅه مو وکړه د دې پېښې په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو او کډوالو چارو وزارتونو د ويندويانو نظر هم ولرو، خو له ډېرو تماسونو سره- سره مو څوک د خبرو لپاره ونه موند.

د تېر ميلادي کال د رسمي ارقامو له مخې په ايران کې نژدې يو مليونه غيرقانوني افغان کډوال ژوند کوي.

ايران د نړۍ په کچه يو له هغو هېوادونو دى، چې د خرابو او غيرمحفوظو سړکونو له کبله هر کال تر ٤ لکه زياتې ټرافيکي پېښې په کېږي. په دې هېواد کې چې ٧٥ مليونه نفوس لري، هر کال ٢٠ زره کسان په ورته پېښو کې مري، ٣ لکه نور ټپيان يا هم معيوبه کېږي.

په اکتوبر مياشت کې د ايران په جنوب لوېديځ کې د يوه بس موټر د نسکورېدو په پېښه کې د يوې لېسې ٢٦ ښځينه زده کوونکې وژل شوې وې.

خو له دومره زياتو ټکرونو سره- سره چارواکي وايي چې په وروستيو کلونو کې خونړي ټکرونه کم شوي دي.
XS
SM
MD
LG