د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۰۶

م.م د پرسونل ضد ماینونو د پاکولو "۵" کلنه ستراتیژي تایید کړه


ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر جګړه ځپلو هېوادونو کې یې د پرسونل ضد ماینونو د پاکولو پینځه کلنه ستراتیژي تایید کړه.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دا ستراتیژي په هغو هېوادونو کې عملي کیږي، چې تر جګړې وروسته د خلکو ژوند هره ورځ د ماینونو له خطر سره مخامخ دی.

د دې سازمان په وینا د پرسونل ضد ماینونو د پاکولو دا ستراتیژي به قدم په قدم تر ۲۰۱۸ کال پوري عملي شي.

د نوې ستراتیژۍ له مخې به د ماین قربانیانو ته د خوندیتوب برابرولو په ګډون ټولنیزې او اقتصادي مرستې هم ورکول کیږي.

په افغانستان کې د ماین پاکولو د نړېوالو ادارو په وینا په تیرو څو کلونو کې لږ تر لږه دوه زره کیلومتره ځمکه له ماینونو پاکه شوې خو لا هم په متوسط ډول په ورځ کې یو یا دوه تنه افغانان د ماین په چاودنه کې وژل کیږي.

په افغانستان کې د ماینونو د موندلو د یوې ادارې (MDC) مشر میر حیدر نظري د پنج شنبې په ورځ په افغانستان کې په روان بحران کې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ، چې د ماینونو له ايښودلو څخه ډډه وکړي، ښاغلي نظري وویل :

“د خلکو غوښتنه همدا ده، چې موږ سیمه ډير ژر له ماینونو پاکه کړو تر څو د هغوي ماشومان د ماین له خطره وژغورل شي.

له هغو ټولو ګروپونو لکه طالبان او افغان دولت، چې په لانجه کې ښکیل دي غواړو، چې د ماین ایښودل بس کړی ځکه سبا به د دوي خپل بچیان پکې قرباني کیږي. “


د نړۍ ۱۶۱ هېوادونو د نویمې میلادی لسیزې په پيل کې د پرسونل یا انسانانو ضد ماینونو د کارولو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ او تر دې وروسته په جګړه ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، کمبودیا، کولمبیا، لاوس او لبنان کې د ماین پاکولو نړیوال پروګرامونه پيل شول.

دا هغه هېوادونه وو، چې د جګړې پر مهال ډیر ماینونه په ځمکه کې پټ شوي وو او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی وو.

د مختار په نوم یو ماین پاکونکي وايي، چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د نړېوالو پروګرامونو په ترځ کې لږترلږه ۷۵ فیصده ځمکه پاکه شوې ده.

مختار هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکو څو کلونو کې به پاتې ماینونه او نا چاودیدلي مواد هم له منځه یوړل شي.

ملګري ملتونه وايي، چې په تیرو څو کلونو کې یې ۷۷۴ ماین پاکونکي په افغانستان کې وژل شوي دی.
XS
SM
MD
LG