د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

په ميدان وردګو کې د شيدو د پراسس فابريکه جوړه شوه


د ميدان وردګو ولايتي اداره وايي، چې په دغه ولايت کې يې د شيدو د راټولو لپاره يوه فابريکه جوړه شوې او په کار يې پيل کړی دی، دوی وايي، دغه فابريکه به له کليو او ولسواليو څخه شيدې را ټولوي او تر پراسس وروسته به يې د هېواد نورو سيمو ته لېږدوي.

د شيدو راټولولو او پراسس دغه فابريکه چې له تېر يو کال راهيسې يې د جوړولو کار روان وو، جوړه شوه او اوس کولای شي خلک ګټه ورڅخه واخلي.

چارواکي وايي، د نهو خونو دغه فابريکه ورته په وردګو کې د ترکيې د ولايتي بيارغوونې ډلې په يوسل و اوو دېرش زره او پينځه سوه امريکايي ډالره جوړ کړې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، چې ترکيې په دې سربېره په تېرو شاو خوا اوو کالو کې د دوی ولايت ته يو سل او دوشپېته نورې پروژې هم بشپړې کړې دي.

دی وايي، د شيدو د راټولولو او پراسس د فابريکې له جوړولو سره به اوس د ميدان وردګو اوسېدونکي اړ نه وي، چې د خپلو څارويو شيدې يا کابل ته يوسي او يا يې په نيمه بيه وپلوري.

د ده په خبره فابريکه به د شيدو تر راټولو وروسته دغه شيدې ميدان وردګو او د هېواد نورو ولايتونو ته هم وړي:
"
دوی به د ميدان وردګو ولايت مالدارانو ته استازي ټاکي، له هغوی به څخه به شيدې راټولوي، او د ورځې به شپږ ټنه شيدې پراسس کوي، دغه فابريکه به شيدې لومړی د ميدان وردګو ولايت هغو خلکو ته رسوي، چې اړتيا ورته ولري، په دويم قدم کې به يې د هېواد نورو ولايتونو ته رسوي، او که زياتې شوې بهرنيو هېوادونو ته به يې هم لېږي."

ميدان وردګ، کابل ته څېرمه پروت ناامنه ولايت دی، چې د اوسېدونکيو د اقتصاد لويه برخه يې په کرنه او مالداري ولاړه ده.

تر دې وړاندې به د دغه ولايت اوسېدونکيو د خپلو څارويو او باغونو محصولات يا تر نورو ولايتونو پورې د خرڅولو لپاره وړل او يا به يې په خپل ولايت کې په نيمه بيه پلورل.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG