د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

د م.م د امنیت شورا په فرا کې خونړي بریدونه په کلکه وغندل


د ملګرو ملتونو سازمان په فراه کې د چهارشنبې د ورځې حمله په شدت غندلې ده او په افغانستان کې یې د ملکي خلکو د خوندیتوب په اړه شدیده اندیښنه څرګنده کړې ده.

وسله والو طالبانو د تیرې چهارشنبې په ورځ په فراه کې د محکمې پر ودانۍ حمله وکړه، چې لږ تر لږه ۵۵ تنه په کې ووژل او تر سلو زیات زخمیان شول.

رپوټونه وايي، چې په حمله کې لږ تر لږه ۳۶ تنه عام وګړي وو.

د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا دا حمله په شدت غندلې او ویلي یې دي، چې د حملې عاملین، تنظیمونکي او تمویلونکي باید عدالت ته راوستل او محاکمه شي.

امنیت شورا د وسله والو طالبانو، القاعده او نورو غیر قانوني وسله والو ډلو له خوا په افغانستان کې ملکي خلکو، امنیتي قواوو او نړېوالو ځواکونو ته ته د ګواښونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر (یوناما) ویاند نظیف الله سالارزي نن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان بحران کې له ټولو ښکیلو لوریو غوښتنه کوي، چې د ملکي خلکو مصونیت ته پام وکړي.

سالارزی وویل، چې د افغانستان د حکومت ملکي مامورین د نړېوالو منل شویو اصولو له مخې، ملکي وګړي دي نو باید ونه وژل شي.

ښاغلي سالارزي زیاته کړه، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر له وسله والو طالبانو او ټولو ښکیلو خلکو غواړي، چې د ملکي خلکو پر ژوند حملې ونه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان تر دې مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبیني لري.

په کابل کې د یوناما ویاند وویل، چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د هرې هڅې ملاتړ کوي او د هوا له ګرمیدو سره یې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو څخه اندیښنه څرګنده کړه.

د جمهور ریس حامد کرزي د مطبوعاتو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې فراه ته د څيړنې لپاره هیات تللی، په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو د حملې مسولیت اخیستی دی.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو وکیلې حمیرا ایوبي ازادي راډیو ته ویلي، چې د فراه ښار خلک نن د غم په غولي ناست دي او فراه د ویر په ښار بدله شوې ده.

میرمن ایوبي ویلي:

"ټول دوکانونه تړلي دي. په ښار کې د موټرو تګ راتګ نشته او د پيښې د قربانیانو د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم روان دي. "

حمیرا ایوبي د حملې د جزیاتو په اړه ازادي راټو ته وویل، چې وسله والو کسانو اول د ولایت د محکمې د ودانۍ په وړاندې له چاودیدونکو موادو ډک موټر الوزولی او بیا د محکمې ودانۍ ته ننوتي وو، خونه په خونه ګرځيدلي وو او پر خلکو یې ډزې کړې دي.

د حمیرا ایوبي په وینا، وسله وال د ودانۍ زیرخانې ته هم ورغلي وو او پر هغو خلکو یې ډزې کړې، چې هلته یې پناه اخیستې وه.

د ولسي جرګې دې وکیلي له فراه په ټلفون ازادي راډیو ته ویلي، چې وسله والو د محکمې په خونه کې دوه تنه قاضیان له نورو خلکو بیل کړي وو، په بیله خونه کې یې وژلي وو او بیا یې د هغوي جسدونه سوځولي وو.

جمهور ریس حامد کرزي دا حمله وحشیانه بللې او د خلکو داسې وژنې ته یې قتل عام ویلي دي.
XS
SM
MD
LG