د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۰۵

افغانستان

د م.م د امنیت شورا په فرا کې د چارشنبې د ورځې خونړي بریدونه په کلکه غندلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فرا ولایت کې د چارشنبې د ورځې خونړي بریدونه په کلکه غندلي دي.

د امنیت شورا وايي دوی د هغو ګواوښونو په اړه سخته اندېښنه لري چې د طالبانو، القاعده او نورو وسلوالو له خوا په افغانستان کې ولسي خلکو ته پېښ دي.

له بلې خوا د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په فراه ولایت کې د چارشنبې ورځې حمله چې له څلوېښتو زیات کسان یې ووژل، په کلکه وغندله او د افغانستان له حکومت سره یې د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

اندرېس فوګ راسموسن په یوه بیان کې چې پرون د ناټو په انټرنېټ پاڼه کې خپور شو وویل، د فراه د محکمې پر ودانۍ دا بېرحمانه برید چې ګڼ ملکي افغانان پکې ووژل شول په کلکه غندي. ده زیاته کړه چې دا ډول حملې په هېڅ صورت د توجېه وړ نه دي.

راسموسن وویل، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو کېږي ناټو له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

په عین حال کې افغان ولسمشر حامد کرزی په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو د چارشنبې ورځې حمله یوه عامه وژنه بولي.

ولسمشرکرزي وویل، اوس چې افغان حکومت د بګرام زندان بشپړ مسوولیت واخیست او د ګڼ شمېر بېګناه افغانانو د خلاصون امکان برابر شو، نو طالبانو د دې هڅو د بدنامولو لپاره په فراه ولایت کې ملکي افغانان قتل عام کړل.

افغان ولسمشر پر طالبانو تور ولګاوه چې د پردیو په لاس په هغه لوبه کې راګیر دي چې هر عمل یې د دوی د خپل شعار نفی ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان او يو شمېر هېوادونو کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريونونه شوي

انځور - ارشيف

نن یو شمېر خلکو د افغانستان په ګډون پاکستان، عراق او لبنان کې د هغه څه خلاف چې دیني مقدساتو ته یې سپکاوی باله، مظاهرې وکړې.

تېره شنبه د سوېډن د مهاجرت ضد یو تندلاري سیاستوال په ستاکهلم کې ترکیې سفارت ته څېرمه د یوه اعتراض په لړ کې د قران‌کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

په هالند کې هم د قران‌کریم یوه نسخه څیري کړای شوې ده.

د رویترز د راپور پر بنسټ، د کابل د امینې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي، نن د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خلکو اعتراضونه کړي دي.

د راپورونه پر بنسټ، په څو هېوادونو کې اعتراض کوونکو قرانکریم ته د توهین د عاملانو د سزا غوښتنه کړې ده.

عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې

عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان الراونډر عظمت الله عمرزي د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې په خپلې عالي توپ اچونې سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

ښاغلی عمرزی چې له رنګپور رایډرز لوبډلې لوبیږي په ۴ اورونو کې یې د پیاوړې لوبډلې(سیلهت سټرایکرز) ۳ لوبغاړي سوځولي دي او ۱۷ منډې یې ورکړي.

نوموړي وکړای شول چې د ټام مور، توحید او مشفق الرحیم مهمې ویکټې د لوبې په پیل کې ترلاسه کړي.

د عمرزي تر ښې توپ اچونې وروسته د سټرایکرز لوبډلې یوازې ۹۳ منډو هدف وټاکله چې رایډرز لوبډلې د ۴ ویکټو په لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ.

عظمت الله عمرزي په دې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

نن هم په يو شمېر ولايتونو کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريونونه شول

ارزګان کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريون

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې نن یوځل بیا په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریونونه وشول.

د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې دا لاریونونه په پلازمېنه کابل او په غزني، بدخشان، پنجشېر، غور، بغلان، لغمان، بلخ، بادغیس او څو نورو ولایتونو کې وشول چې په ترڅ کې یې د یوه سوېډني سیاستوال دا عمل وغندل شو.

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د دې پېښې په غبرګون کې لاریونونه وشول چې په ترڅ کې یې د سوېډن بیرغ هم وسوځول شو.

له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم د ورته اعتراضونه راپورونه رارسېدلې دي.

د روغتيا سازمان: د بدخشان په يوه کلي کې د تنفسي ناروغيو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پرون پنجشنې د بدخشان په یوه کلي کې د سختو تنفسي ناروغیو ۹۷ قضیې او د ۱۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د بدخشان د واخان ولسوالۍ په پامیر کلان کلي کې له محلي چارواکو سره د دې خپرې شوې ناروغۍ په درملنه کې همکاري کوي.

خو ازادۍ راډیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې په بدخشان کې د دغو تنفسي ناروغیو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي دي.

له ۱۷ورځو راهیسې په افغانستان کې د یخنۍ له کبله په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان کې خوارځواکي تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده

يو خوارځواک ماشوم، انځور - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ اندازه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.

د دغه پروګرام ویاند فلیپ کراف پرون (پنجشنبه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، تر ټولو په بد وخت کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز د مرستو پر رسولو خورا ناوړه اغېز کړی او د دې سبب شوی چې ډېر خلک د یو وخت ډوډۍ له خوړولو وروسته د بل وخت ډوډۍ په موندلو فکر وکړي.

د طالبانو له لوري په ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له اعلانېدو وروسته ګڼو مرستندویو مؤسسو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول ځکه چې د هغوی په وینا له ښځینه کارکوونکو پرته یې بشري مرستې نه شوای رسولی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ژمي او د طالبانو د بندیزونو تر اعلانېدو مخکې یې د بشري مرستو وېش زیات کړ او په دې توګه یې ۱۵ ملیون افغاناننو ته مرستې ورسولې.

د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت جسد نن په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي

عبدالجبار ثابت

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې پرون (پنجشنبه) د پېښور په یوه روغتون کې وفات شو، مړی يې نن په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي.

عبدالجبار ثابت په ۲۰۰۶ لمریز کال د افغانستان د لوی څارنوال په توګه په داسې حال کې کار پیل کړ چې اداري فساد ډېر و او ده وکړای شول چې په فساد تورن ځینې نسبتاً جګپوړي کسان محبس ته ولېږي.

دی د لویې څارنوالۍ له دندې وروسته د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې یرغمل شو او یو کال وروسته خوشي شو.

عبدالجبار ثابت د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو کې لېسانس او په امریکا کې يې ماسټري کړې وه.

د ده د کورنۍ د معلوماتو پر اساس، نن به د جلال اباد په عیدګاه جومات کې د جنازې له لمانځه وروسته د نوموړي مړی د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

کابل او يو شمېر سيمو کې د برښنا پارچاوي اوس هم دوام لري

ارشيف

د طالب چارواکو له اعلان او د ازبکستاني رسنیو له راپور سره سره، کابل او د افغانستان نورو سیمو ته د ازبکستان د برښنا پارچاوي لا هم پای ته نه‌ده رسېدلې.

پر کابل سربېره پکتیا، خوست، لوګر، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، میدان وردک، پروان، کاپیسا، بغلان او غزني هغه ولایتونه دي چې اوسېدونکي یې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د برښنا د پرچاوۍ له کبله له سخت کړاو سره مخامخ دي.

ازبکستاني رسنیو د سې‌شنبې په ورځ د خپل هېواد د انرژۍ وزارت په قول وویل، چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۵) به افغانستان ته د ازبکستان د برښنا صادرات بیا پیل شي.

ازبکستان او د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستان د برښنا د پرچاوۍ دلیل تخنیکي ستونزه بللې ده.

د طالبانو حکومت: د يخنۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر تر ۱۶۰ اوښتی

انځور - ارشيف

د طالبانود حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، روانه میاشت په افغانستان کې د سختې یخنۍ او واورو له کبله د مړیو شویو کسانو شمېر تر ۱۶۰ واوښت.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي تېره شپه (پنجشنبه) ازادي راډیو ته وویل: "د جنورۍ له لسمې تر اوسه پورې د هوا د سړېدو له کبله ۱۶۲ تنه مړه شوي چې د هغو په منځ کې ۸۴ تنو یې تېره اوونۍ ژوند له لاسه ورکړی دی."

سږنی ژمی په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو سوړ بلل کېږي او په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۳۴ ته ټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونه میلیونه افغانان له افتصادي پلوه له سختې تنګسې سره مخامخ دي، د تودولو او نس مړولو توان نه‌لري.

له بلې خوا پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له کبله د ډېرو مرستندویو مؤسسو کارونه بیخي ځنډېدلي یا نیمګړي شوي دي.

ميدان ورګ کې د سړې هوا له امله يو تن مړ شوی دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ميدان وردګ موقعيت

د دغه ولايت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ويلي، په سيد اباد ولسوالۍ کې يو تن د سړې هوا له امله مړ شوی دی.

د يادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ سلطان خېلو سيمې يو تن اوسېدونکی زربت چې ۴۰کلن دی د يخنۍ له امله مړ شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، ياد کس غزني ولايت ته په سفر و چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سړې هوا له امله تر ۱۲۰ د ډېرو کسانو د مړينې راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی

عبدالجبار ثابت

د راپورونو له‌مخې د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی.

یو شمېر کورنیو رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس د ښاغلي ثابت د نږدې همکارانو په حواله تایید کړې چې هغه نن د پېښور په نارټ ویسټ روغتون کې ساه ورکړې.

عبدالجبار ثابت له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان لوی څارنوال و.

ښاغلي ثابت په دې موده کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو پر ضد د فساد دوسیې په جدیت تعقیبولې او له همدې امله په یوه لانجمه څېره مشهوره و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG