د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۰۹

"ځیني محفلونه په موباییلونو کې عکاسي بیا په بازار کې خرڅیږي"


ځیني کابل ښاریان شکایت کوي، چې د دوې د ودونو او د خوښیو د داسې نورو محافلو عکسونه او ویډیو ګانو کې بازارته وځي او خرڅیږي.

دوې وایې، دا له اخلاقو لیرې کار دی او حکومت یې باید مخ ونیسي.

د ښار کمپیوټر کاران هم تاییدوي، چې ځیني محفلونه په موباییلونو کې عکاسي بیا بازار ته راوړل کېږي او په بازار کې د سي، ډي ګانو په بڼه خرڅیږي.

د ودونو او د خوښیو د شخصي محفلونو زیاتره هغه ویډیوګانې بازار ته وځي، چې د ښځو نڅاوې په کې وي.

کابل ښاریان وایي، دا له اخلاقو خلاف عمل دی او باید مخه یې ونیول شي، د کابل ښار یوه اوسیدونکی سید امیر ازادی رادیوته وویل:

"دا د اخلاقو لیرې کار دی، یو څوک غواړي د خپل واده یا کورنۍ محفل ویډیو جوړه کړي، یو یادګار ځانته ساتي او کله چې دا بازار ته وځي او ستونزې پیښوي دا نه یو بخښونکې جرم دی.

هر سړی چې خپل حیثیت په پام کې ونیسي، که ده سره داسې کار وشي نو وبه يې زغمي"


راپورونه وایې، دې کار په ځینو کورنیو کې یو لړ ستونزې هم پیدا کړي دي.

په ښار کې کمپیوټر کاران وایې، دا ویډیوګانې له ودونو او داسې نورو خصوصي محفلونو څخه په موباییل کې ویډیو کېږي، کمپیوټر کاران یې سي، ډي ته اړوي او خرڅوی یې.

د مراد په نامه یو تن«سي، ډي» خرڅوونکي ازادی رادیو ته وویل:

"دا ویډیوګانې په بازار نشته بلکې خلک یې په کمپیوټرونو کې اچوي او په همدې ډول سي ډي کېږي او خرڅیږي."

کمپیوټر کاران او د سي، ډي ګانې خرڅوونکې وایې، نن سبا د ښار په ځینو برخو کې د دې سي ډي ګانو د خرڅلاو بازار تود شوی او ځیني تنکي ځوانان غواړي، چې دا ډول ویډیو ګانې خپلو موبایلونو ډاونلوډ او ویې ساتي.

دوی وایې، اوریدلې یې دي، چې دا ډول ویډیوګانې د ځینو نجونو د مرګ سبب شوي هم دي،بیا هم مراد سي ډي خرڅوونکی يې په اړه وايې:

"دا ویډیو، چې بازار ته راوتلي، په کمپیوټر کې یې لیکنه هم راغلې ده، پرې لیکل شوي چې د دې نجلۍ نوم مریم و.

مخفي ویډیو یې اخیستل شوې او خپره شوې ده، کله چې د ده ورور دا ویډیو لیدلی خپله خور یې وژلې ده."


د کورنیو چارو وزارت وایې، تر اوسه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د ښار په ځینو سیمو کې د دې کار په لسګونو عاملین نیولي او څارنوالۍ ته یې پیژندلي دي، د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادی رادیو ته وویل:

"ډیر ځلي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د پولیسو په مرسته له ښاره راټول شوي، خو له بده مرغه اوس هم د ښار په ځینو سیمو کې خرڅیږي.

پولیس هڅه کوي، چې نورهم کشف او ویې نیسي خو له خلکو هیله ده، چې د دې غیر قانوني فلمونو او سي، ډي ګانو په کشفولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

ډیر مورد لرو، چې د دې کار عاملین مو نیولي او څارنوالۍ مو سپارلي دي."


سره له دې چې د پولیسو مسئولین د دې غیر قانوني کار د مخنیوي لپاره د هڅو خبرې کوي د هوټلونو خاوندان هم وایې چې، ودونو او محفلونو ته یې د کمرو په راوړلو بندیزونه لګولي دي، خو بیا هم په بشپړه توګه د دې کار مخه نه ده نیول شوی او د خلکو اندیښنی پر ځای پاتی دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00
مستقیم لېنک


خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG