د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

د خوست خلک له مرکزي حکومته خپل حق غواړي


د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو او د بېلابېلو شوراګانو او ټولنو استازیو د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د بیارغونې په برخه کې د ولسمشر په ګډون د کابینې یو شمېر وزیرانو له یاد ولایت سره خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي. دوی ګواښ وکړ که چیرې يې غوښتنې عملي نشي نو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به په لاریونونو لاس پورې کړي.

د پنجشنبې په ورځ په خوست ښار کې یو شمېر قومي مشرانو ، روڼ اندو ، د مدني ټولنې فعالانو او د بېلابېلو شوراګانو او سازمانونو استازیو د یوې خبري ناستې له لارې په مرکزي حکومت نیوکه وکړه، چې د خوست بیارغونې ته يې پام نشته او ان هغه ژمنې يې هم ندي عملي کړي ،چې په خپله افغان ولسمشر حامدکرزي او یو شمیر وزیرانو دخوست له خلکو او مشرانو سره په کتنو کې يې کړې وې.

په یاده خبري ناسته کې دسوداګرۍ ،کرنې او مالدارۍ ،اوبو او برښنا ،فوایدعامې او مالیې وزیرانو نومونه یاد شول ،چې تل يې دخوست له خلکو سره دپروژو په پلي کېدنه کې دمور او میرې سلوک کړیدی.

په خوست کې دسولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني په خوست کې دصنعتي پارک او غلام خان بندر دترانزیټ په برخو کې دسوداګرۍ وزیر خوست ته په نه پاملرنې تورنوي او ګواښ کوي، که چیرې نوموړی وزارت په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړي نو پایلې به يې ښې نه وي:

"خوست ته دسوداګرۍ وزیر صیب راغلی وو په واضح ډول يې ددریو میاشتو په موده کې دا وعده وکړه ،چې پدې موده کې به صنعتي پارک جوړیږي ،بودجه يې منظوره ده ،نقشه يې جوړه ده پدې به له دریو میاشتو ډیر وخت نه تیریږي ،غلام خان بندر چې رسمي دی ،ترانزیټ دی دهغې دترانزیټ کېدو انتظار مه کوئ ،دسوداګرۍ وزیر صیب چې ځان افغان بولي هر ګز يې په خپلو ژمنو وفا نده کړې ،دسوداګرۍ له وزیر صیب څخه په جدي توګه غوښتنه کوم چې خوست ته دې وعده ورکړې وه ،هغه وعدې ترسره کړه ،که ترسره دې نکړې عواقب به يې ډیر خراب وي."

قومي مشر حاجي شریف الله وویل ،چې په خوست کې یوشمیر حکومتي باغونه دي ،چې پوره زینتي او اقتصادي ارزښت لري،خو دکرنې وزارت يې رغونې ته توجه نلري ،نوموړی یاد وزارت خوست سره دمور او میرې په سلوک تورنوي :

)(په خوست کې شته باغونه قابل دې اهمیت دي ،موږ دې خپل حکومت څخه ګیله لرو ،دوزیرانو څخه ګیله لرودوزیر صیب زراعت څخه ګیله لرو ،دنورو سیمو په شان يې خوست ته پام ندی کړی ،قومي مشران ،سپین ږیري او ځوانان ټول ستړي شویدي ،موږ ته پدې ځای کې هیڅ کار ندی شوی ،کچیرې له خوست سره دمرکزي حکومت له خوا همداسې دمور او میرې سلوک روان وي ،نو موږ مجبور یو چې پرضد يې ووځو ،لاریونونه وکړو او له خپل حکومت څخه به خپل حق غواړو ،چې ترڅومو وس وي خپل تپ وتلاش به کوو.))

په یاده خبري ناسته کې یو تن قومي مشر وویل سره لدې چې داوبو او برښنا وزارت له وړاندې دخوست ولایت یو شمیر اوبیز بندونه سروې کړي ،خو بیا يې هم عملي اقدام ندی کړی :

"نو زه داوبو او برښنا له وزارت نه هیله من یم چې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي تقریباً په خوست کې د۲۲بندونو دجوړولو امکانات شته ،که دا ټول نه کېږي نیمايي دې راجوړ کړي او کنه پنځه خو دې جوړ کړي،زما پوښتنه داده په هغو بندونو ولې کار نه پیلیږي ،چې له مخکې دوی سروې کړیدي ، دا دومره په ملیاردونو بودجه دلته مصرفیږي خو بیا هم مړي ته کفن نشي جوړولای ،دا ټول داب وبرق دوزارت له لاسه."

په خوست کې دمدني ټولنې په استازیتوب حاجي محمد علي ځدراڼ وویل ،چې افغان حکومت دخوست-ګردیز سړک څخه سیاسي خبره جوړه کړیده ،ده دنوموړي سړک په ګډون دسپیرې سړک او یو شمیر پلونو دجوړولو غوښتنه وکړه:

"دکابل او خوست لویه لارې جوړول نه پوهیږو ،چې پدې کې څه سیاسي خبره ده او که کوم بل څه دي ،موږ بار بار هرکله چې له رئیس صیب دولت سره موکتنې درلودې،ده په خپله موږه سره وعده کړیوه ،چې داسړک به جوړیږي او حتماً به جوړیږي او کار به يې شروع کېږي ،حتی وزارت فواید عامې ته يې هدایت وکړ،چې باید ژر تر ژره که کوم مشکل وي حل شي او سړک جوړ شي ،بل دسپیرې سړک دی ،چې کارونه يې په نیمايي کې پاتې دي ،نه داچې دسپیرې خلک له مشکلو سره مخامخ دي بلکې دا ډیره لویه لاره ده ،چې پکتیکا لدې ځای سره نښلوي او په دې لاره باندې ټول دځدراڼو قوم پروت دی ،لدې نه مخکې د زیړوک ولسوالي ،دنکې ولسوالي حتی داورګون ولسوالۍ پدې لاره پراته دي ،دټولګټو وزارت څخه زموږ جدي غوښتنه داده ،چې ډیر ژر ددې سړک په جوړولو کې اقدام وکړي."

دمدني ټولنې فعال داکټر ګل جمیل حسیني په خپلو خبرو کې دمالیې وزارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه ،چې په خوست کې دې داړوندو ریاستونو پرمختیايي بودجې دې پر وخت انتقال کړي:

"له وزارت مالیه څخه مو غوښتنه داده ،چې دوی له خوست سره ستره جفاء کوي ،وخت باندې ددې ځای بودجه نه انتقالوئ او ورکوی يې هم نه ،نو غوښتنه مو داده څومره ژر چې کېږي لدې امله چې نوی کال شروع دی دحمل شپې ورځې دي نو دا بودجه دې خپلو ریاستونو ته انتقال شي."

د یادونې وړ ده پدې وروستیو میاشتو کې ،چې په افغانستان کې کرار ،کرار ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ته دټولټاکنو وخت رالنډیږي په خوست کې مدني او قومي خوځښتونو خپلې غوښتنې ډیرې کړي او حکومت يې یاد ولایت ته په ناپامۍ تورن کړیدی.

نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG