د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۰۸

افغانستان

د ناټو عمومي منشي په فراه کې شوې حمله په کلکه وغندله

د ناټو عمومي منشي په فراه ولایت کې د چارشنبې ورځې حمله چې له څلوېښتو زیات کسان یې ووژل، په کلکه وغندله او د افغانستان له حکومت سره یې د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

اندرېس فوګ رسموسین په یوه بیان کې چې پرون د ناټو په انټرنېټ پاڼه کې خپور شو وویل د فراه د محکمې پر ودانۍ دا بېرحمانه برید چې ګڼ ملکي افغانان پکې ووژل شول په کلکه غندي. ده زیاته کړه چې دا ډول حملې په هېڅ صورت د توجېه وړ نه دي.

رسموسین وویل، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو کېږي ناټو له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

افغان چارواکي وايي چې د فراه پر محکمه د چارشنبې ورځې حمله وسله والوطالبانو د خپلو هغو ملګرو د خوشې کولو لپاره پلان کړې وه چې محاکمه یې روانه وه.

د چارواکو په وینا وسله وال ودانۍ ته له ننوتو وروسته ۴۶ کسان په داسې حال کې ووژل چې خونه په خونه وګرځېدل او هرڅوک چې لیدل یې ډزې یې پرې وکړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په ځینو سیمو کې د واورې او بارانونو د ورېدو اټکل شوی

د بامیان مرکز یوه څنډه

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم سبا او بل سبا په میدان وردګ، بامیان، غور، دایکندي، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او بدخشان کې واورې او بارانونه وورېږي.

په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو اونیو راهیسې د سړې هوا له امله تر ۱۶۶ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په سلګونو زره څاروي تلف شوي دي.

دغه راز تر سلو ډېر کورونه بشپړ یا یې یوه برخه د ورښتونو له امله تخریب شوي دي.

په کابل کې د نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو

ارشیف

د اغوش په نوم په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستره حمایوي مرکز نن په کابل کې پرانیستل شو.

پر دې مرکز پنځه اویا میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

طالبان وایي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه یې شپاړس زره په نشه یي موادو روږدي کسان راغونډ کړي چې پنځه زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي.

د اغوش په نوم د نشه یي توکو د درملنې د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو استازیو او په کابل کې د ترکیې، چین او پاکستان د سفارتونو استازیو برخه واخیسته.

ټام وېسټ: افغان نجونې او ښځې له رواني فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نه‌شي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زده‌کړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړه‌ورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۹مه خپره کړې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په دغه سفر کې چې د فبرورۍ میاشتې تر۴مې نېټې دوام کوي، له پاکستان، جرمني او سویس څخه کتنه تر سره کړي او له خپلو شریکانو، افغانانو او له بشري مرستندویه ډلو سره به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د کابل – غور لار چې د واورو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

ارشيف

د کابل - غور لویه لاره چې د واورو له امله بنده شوې وه، د ترافیکو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

په غور کې د طالبانو د والي له دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لویه لاره د ټولګټو وزارت د واورو د توږلو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې نن سهار بېرته پرانيستل شوه.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، د غور ولایت په جنوب لوېدیځ کې د شپږو ولسوالیو لارې تېر ماښام پرانيستل شوې وې.

د کابل - غور او د دې ولایت د شپږو ولسوالیو لارې تېره ورځ د سختو واورو له امله بندې شوې وې.

د روغتيا سازمان: د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځو ونډه مهمه ده

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځینه کارکوونکو کار خورا مهم دی، په ځانګړي ډول د ژمي په دې موسم کې.

د (WHO) د افغانستان څانګې پرون ناوخته په خپل ټویټر کې په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار قدردانی کړی، چې افغانانو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو کې یې قرباني ورکړې ده.

طالبانو د مرغومي / جدي پر درېیمه په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې موضوع سخت عکس العملونه وپارول.

له دې سره ګڼو غیردولتي سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا تر یوه حده، یا هم په بشپړ ډول بند کړل.

د محمد نبي خيريه بنسټ د روږدو ميندو او پلرونو له ماشومانو سره مرستې کړي

د روږدو کسانو د ماشومانو يو درسي ټولګی، انځور - ارشيف

د کرېکټ د پېژندل شوي ستوري محمد نبي خیریه بنسټ د روږدو کسانو د درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې له هغو بې‌وزلو ماشومانو سره مرسته وکړه چې میندې او پلرونه یې په نشو روږدي دي.

د کرېکټ پخواني لوبغاړي رئیس احمدزي چې دغه مرستې یې پر دغو ماشومانو وېشلې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "په کار ده نور سوداګر هم له بې‌وزلو کسانو سره مرستې ته راودانګي."

ژمي له راتلو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي په ۲۰۲۳م کال کې به اته ویشت ملیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د طالبان حکومت: تېر کال افغانستان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي

ارشيف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو زر، پنځه سوه او نوي کسان وژل شوي دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر خبري اژانس پرون سې‌شنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند بسم الله حبیب له قوله راپور ورکړی، چې په دغو وژنو کې ناموسي، مرموزې او د دښمنۍ له‌مخې وژنې شاملې دي.

په خبر کې راغلي چې، د طالبانو پولیسو په دې موده کې د ځان‌وژنې تر ۳۶۰ زیاتې پېښې هم ثبت کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، تېر یوه کال کې د وژنو په تړاو تر ۱۸۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له بشري حقونو په سرغړونه او له قانون هاخوا په وژنو تورن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له‌مخې د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي چې طالبانو د تېر حکومت امنیتي ځواکونه له وقفې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

د بنګله دېش او دوبۍ په لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې

افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

د سې شنبې په ورځ( د جنورۍ ۳۱مه) د بنګله دېش او عربي متحده اماراتو په سوداګریزو ليګونو کې ۷ افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېدل.

د بنګله دېش په غوره لیګ کې عثمان غني او حمزه هوتک د ډهاکې ډومېنېټورز لوبډلې ته لوبه وکړه.

حمزه په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

عثمان غني چې د لوبې په وروستۍ شېبه کې راووت یوازې ۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او لوبه یې وګټله.

په همدې سیالۍ کې کریم جنت د فارټن باریشال لپاره ولوبېد، هغه په توپ وهنه کې په ۵ توپونو ۱۹ چټکې منډې وکړې او یوه وېکټه یې هم واخیسته.

بل لور ته د عربي متحده اماراتو په نړیوال لیګ کې ۴ افغان لوبغاړي محمدنبي، نوین الحق، نوراحمد او رحمن الله ګربز په شارجه واریرز لوبډله کې ولوبېدل.

دغه لوبه چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې وګټله یوازې نور احمد په کې ښه وځلېد.

هغه په ۴ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او په توپوهنه کې یې۲۳ منډې جوړې کړې.

محمد نبي بیا یوه وېکټ واخیسته او په توپ وهنه کې یې یوه منډه وکړه.

ګربز هم په یوه منډه وسوځېد او نوین الحق بیا ونه توانېد چې کومه وېکټ ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې اوس مهال د بنګله دېش، عربي متحده اماراتو او سویلي افریقا په لیګونو کې نږدې شل افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبیږي.

کندهار کې نامعلومه وسله‌والو دوه کسان وژلي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

نامعلومو وسله‌والو د کندهار په میوند او نېش ولسوالیو کې دوه کسان ویشتلي او وژلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي چې، نامعلومو وسله‌والو تېره ورځ ناوخته په میوند ولسوالۍ کې یو کس ویشتلی او وژلی دی.

د حاجي زید په خبره نامعلومو وسله‌والو موټر سایکل سپرو دغه راز نن په نېش ولسوالۍ کې هم یو کس ویشتلی او وژلی دی.

د نوموړ په وینا د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښو انګېزه نه‌ده معلومه.

ډنمارک زیانګالو افغان مېرمنو ته د پناه ورکولو زمینه برابروي

په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور - December 22, 202

ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانګالو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.

د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې پرون دوشنبه وویل، دوی دغه پرېکړه وروسته تر دې وکړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د فشار کړۍ تنګه کړه.

په راپورونو کې راغلي چې د اروپایي ټولنې د پنا ورکولو ادارې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپل راپور موندنې د ډنمارک د کډوالۍ له شورا سره شریکې کړي دي.

د اروپایي ټولنې دغې کمېټې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د دوی په ټکو زیاتېدونکی فشار د اندېښنې وړ بللی دی.

د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې په اعلامیه کې دا جزیات نه دي ورکړل شوي چې دوی څه شمېر افغان مېرمنو او نجونو ته پنا ورکوي او په کومو شرایطو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG