د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

"طالبان د پرديو په دسيسه کې راګير دي"


جمهور رییس حامد کرزي یو ځلي بیا طالبان په دې تورن کړل چې د بهرنیو په دسیسه کې راګیر دي.

نوموړي په خپلې راډیويي وینا کې، چې د فراه ولایت د چهارشنبې د پیښې په اړه یې کړې، دغه پيښه د طالبانو له خوا ولس وژنه بللې.

جمهور رییس حامد کرزي په خپلې نوې راډیويي وینا کې د طالبانو په اړه په داسې توندې انتقادي لهجې خبرې کړي دي، چې پخوا یې ساری کم لیدل شوی.

نوموړي د فراه پیښه غندلې او هغه یې د طالبانو له خوا یوه ولس وژنه بللې.

ښاغلي کرزي په دې راډیويي وینا کې طالبانو د ظالمانو خطاب کړی دی او ویلي یې دي، چې د بهرنیانو په دسیسې کې راګیر دي:

"د فراه په مرکز کې ولس وژنې موږ ته وښودله چې طالبان د پردیو په لاس په یوې سیاسي لوبې کې داسې ګیر شوي دي چې هر عمل یې د دوی خپل شعار نفي کوي.

هر کله چې موږ په افغانستان کې د هېواد د ملي حاکمیت د خوندي کولو د خلکو د بسیاینې او د پر ځان د اتکا لپاره یو کامیابه ګام پورته کړو، طالبان داسې ګام اخلي چې په هیواد کې تشدد او تشنج ته لا زیاته زمینه برابره کړي."


ښاغلي کرزي نه دي ویلي، چې طالبان د کومو بهرنیانو په دسیسې کې راګیر دي.

خو ظاهراً د افغان چارواکو له دارنګه څرګندونو هدف پاکستان وي.

د چهار شنبې په ورځ نهو ځان وژونکو حمله کوونکو د فراه په محکمې او ځینو نورو تاسیساتو حمله وکړه، شاوخوا پنځوس تنه پکې ووژل شول او تر سلو نور ټپيان شول.

جمهور رییس کرزي د فراه پیښه په دې وروستیو کې دده له خوا د بګرام له زندان څخه د هغو کسانو له پریښودلو سره هم تړلې چې د نوموړي په وینا بې ګناه و.

ښاغلي کرزي ویلي چې په دې وروستیو کې د بګران زندان وسپارل شول او له هغې د طالبانو په نوم نیول شوي بې ګناه کسان خوشې شول، خو په فراه کې د طالبانو له خوا حمله ددې هڅو د بد نامولو لپاره وه:

"موږ زیار باسو چې د طالبانو په نامه بې ګناه بندیان ازاد کړو، د شپې د عملیاتو او د ملکې تلفاتو مخه ونیسي او په دې ډول په هیواد کې زور زیاتی او تشنج لږ او د خپلو خلکو عزت خوندي کړو خو بالمقابل طالبان د پردیو په اشاره او د هغوی د اهدافو لپاره داسې استعمالیږي چې د طالبانو په نامه د نیول شویو بې ګناه خلکو د ازادۍ او د خلکو د عزت د خوندیتابه په مقابل کې په ولس وژنه لاس پورې کړي."

وسلوالو طالبانو چې د فراه د حملې مسوولیت یې اخیستی خبرداری ورکړی چې وروسته له دې به د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو حملې زیاتې کړي.

دوی په خپل یوه پیغام کې پر محکمو تور لګولی چې د دوی په وینا بې ګناه کسان په اوږده بند او اعدام محکوموي او څارنوالان یې شکنجه کوي.

خو جمهور رییس کرزي د فراه پیښې ته په کتو پر طالبانو غږ کړی چې که افغانان او مسلمانان وي نو دده په وینا د پردیو په اشاره دې افغان وژنه پریږدي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG