د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۳۴

په افغانستان کې د ماین پاکۍ هڅې له خطر سره مخ شوي


له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د ماین پاکۍ هڅې له خطرسره مخامخ شوي دي.

په دې وروستیو کې د ماین پاکۍ د موسسومسولینو داسې اندیښنې څرګندې کړي چې نړیوال به له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره له دوی سره مالي ملاتړ کم کړي او دغه ستونزه به له پامه وغورځوي.

دوی ویلي چې نړیوالو همدا اوس په افغانستان کې د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره خپلی مرستی کمی کړی دي.

حاجی عبدالصمد چې شل کاله مخکې یې یوه پښه قطعه شوې، تر اوسه پورې یې کابو زرماینونه یا چاودیدونکې وسیلې شنډ کړي. نوموړی اوس د افغانستان یو تکړه ماین پاکونکې پیژندل شوی دی.

عبدالصمد فرانسپرس اژانس ته ویلي، کله چې پرده دا پیښه وشوه له ځان سره یې وویل چې باید د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره د ماین پاکې کارته دوام ورکړي.

عبدالصمد ته دا پیښه په ۱۹۸۹ کال کې چې پریوه ماین برابرشوی و، رامنځ شوې ده. دی چې پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې جنګیدلی، وایي، له ځان سره یې هاغه مهال هوډ کړی وچې نهرونه، غونډۍ او کلي باید له ماینونو پاک کړي.

عبدالصمد چې د کابل په لمنه کې له ماینونو څخه په پاکې شوې یوې سیمه کې یې د ماین د خبرتیا په اړه د ملګروملتونو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت له فرانسپرس اژانس سره خبرې کولې دغه راز وویل چې دی له ماینونو له بیریږي او خپل دې کارته به ترهغو پورې دوام ورکړي ترڅو چې یوماین هم په افغانستان کې وي.

صمد چې د اتوماشومانو پلاردی اواصلي مینه یې د کندهار ښاردی، په افغانستان کې د ماین پاکې د هغو هڅو یو فعال دی چې له څو کلونو راهیسې په دې هیواد کې د نړیوالو په مرسته مخ ته ځي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماین پاکۍ د چارو د هماهنګۍ مرکز وایي، په ۱۹۸۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو د واکمنۍ ترنسکوریدو پورې له څلورزروڅخه زیات کسان وژل شوي او شاوخوا اولس زره نورټپیان شوي دي.

د فرانسپرس په وینا افغانستان تراوسه پورې د نړی یوترټولو په ماینونو پوښل شوی هیواد دی چې د ماینونو او نورو ناچاودیدلو وسیلو له امله هره میاشت په متوسط ډول ۴۲ ملکېان چې اکثره یې له اتلسو کالو کم عمره هلکان دي، وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

خوپه داسې حال کې، چې ناتوراتلونکې کال په دې هیواد کې خپل محارب ماموریت پای ته رسوي، د نړیوالوپاملرنه هم افغانستان ته په کمیدو ده او په دی هیواد کې د ماین پاکۍ ډیرکارلا پاتی دی، د ماین پاکۍ له هڅو سره د نړیوالو مالي مرستې کمې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماین پاکۍ د چارو د هماهنګۍ د مرکز په وینا له ۱۹۸۹ کال راپدیخوا شاوخوا یومیلیون او دوه لکه ماینونه او شپاړلس میلیونه ناچاودلې وسیلې شنډ کړای شوي اوپه ماینونو پوښل شوې ۲۱ زره ساحې پاکې شوي خو له دې سره سره لږترلږه ۴۹۰۰ خطرناکې سیمې لا پاتې دي.

د دې مرکزمسول محمد صادق راشد وایي، موږترخپلې وسې هڅه کړې، موږ له نړیوالو د زیاتې مرستې غوښتنه کړې. دا مرکزچې کلنۍ بودجه یې ۸۴ ملیون ډالره ده، پنځه ویشت میلیون ډالره د بودجې کسر لري.

راشد وایي، په افغانستان کې بې حسابه ماینونه اونورناوچاویدونکې وسیلې ترځمکې لاندې ښخ دي چې د هیواد د پرمختیایي کارونو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کوي.

دی وایي، مرسته ورکونکې پردې وضعیت پوه دي اوس په دوی پورې اړه لري چې اقدام وکړي.

د راشد په وینا که د ماین پاکې پروګرام دوام وکړي کېدای شي دغه ستونزه حل شي خواوس داسې نه ښکاري چې کارونه دې سم وي، ځکه دغې مالي بې بې ثباتۍ ته په پام سره زرماین پاکانو کارونه پریښې دي.
XS
SM
MD
LG