د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۴

د طالبانو په حمله کې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول

په فراه کې د وسله والو طالبانو د پرونۍ حملې د تلفاتو له وروستي شمېر سره سم ټولټال ۵۳ تنه وژل شوي او تر سلو زيات نور ژوبل دي. د فراه والي محمد اکرم خپلواک ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې پنځه قاضيان او درې څارنوالان هم شامل دي. ښاغلي خپلواک همداراز وويل، چې حمله کوونکي په پوځي يونيفورم کې محکمې او څارنوالۍ ته ورغلل خو کله چې امنيتي ځواکونو د دوي موټر ودراوه، موټر يې وچاوداوه. د ځينو راپورونو له مخې د حملې په مهال د لسو وسله والو طالبانو محاکمه روانه وه. خو د فراه والي دا مسله نه تاييد او نه رد کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG