د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

په افغاني تلویزونونو کې د هندي سریالونو ځای ترکي هغو نیولی


په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر خصوصي تلویزیونونو کې د هندي سریالانو پر ځای ترکي سریالونه راوتي دي.

هندي سریالانو وروسته له هغې راکم شول، چې ځینې دیني عالمانو او خلکو پرې بیا بیا انتقادونه وکړل، چې د افغانستان له کلتور سره سم نه دي، خو اوس د ترکېې سریالونو په اړه هم له ځینو خلکو سره ورته نظر پیدا شوی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، له خصوصي تلویزیونونو یې په بیا بیا غوښتي چې د هغو سریالانو له خپریدو دې ډډه وکړي، چې د دوی په وینا د افغاني ټولنې له دودونو سره سم نه وي.

سره له دې چې دا مهال د کابل ځېني خصوصي ټلویزیونونه په پرله پسې توګه بهرني سریالونه خپروي، خو یو شمېر افغانان وایې چې د دوي ماشومان یې ناسمو کارونو ته هڅولي دي.

دغه کسان وایې، ماشومان یې اکثره د دغو سریالونو په نندارې بوخت وي او لیک لوست او د کور کارونه ته لازم پام نه کوي.

خزان، زمان، حرم سلطان، پنځه خوندي، د هر کور کېسه، عفت، عشق دوباره او داسې نور هغه سریالونه دي، چې د خلکو په وینا موضوعات او کېسې یې د افغانستان له دود او فرهنګ سره په ټکر کې دي.

یو شمېر کورنۍ هم شکایت کوي، چې د دې سریالنونو خپریدو د دوی د ماشومانو په عادي ژوند ناوړه اغیز کړی دی او له یو بل سره کېسې یې هم د سریالونو په اړه وي.

دغه کورنۍ وایې، ماشومان یې کله ناکله هغسې حرکات کوي چې د دوی له شان سره مناسب نه وي او وایې، دغه حرکات یې ټول له هندي او ترکي سریانونو څخه زده کړي دي.

د کابل د قرغې په سیمه کې چې د ښار لویدیځ ته پرته ده یوې کورنۍ ته ولاړم تر څو ورڅخه و پوښتم چې دوی هم کله ناکله دغه سریالونه ویني او که نه ؟

د دې کورنۍ یوې میرمنۍ په ځواب کې راته و ویل، چې دغه ډارمې چې له بیلابیلو ټلویزیونونو څخه خپریږي، هیڅ د لیدو وړ نه دي.

نوموړې وایې، له دې ډرامو سره یې ماشمومان سپین سترګي شوي او د دوی خبرو ته خیڅ غوږ نه ږدي.

د صالحې خاوند احسان نظري هم د دې ډرامو له خپریدو خوښ نه دی او وایې کله چې له خپلې کورنۍ سره دا ډرامې ویني نو ځینې صحنې یې داسي ویي چې دی د خپلو ماشومانو په وړاندي د شرم احساس کوي:

(د سریالونو په اړه به و وایم چې دا سریالونه زموږ په کورونو کې د لیدو وړ نه دي، ځکه چې ډیر مزخرف دي. په کومې کورنۍ کې چې یو هلک او نجلۍ وي یا پینځه شپږ کسه هلته ژوند کوي، داسې صحنې لري چې د لیدو وړ نه وي.
حتی د دې سریالونه خپریدل په ترکېې او هند کې منع شوي.)

د دې کورنۍ په څیر سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د دې ډرامو له خپریدو خوښ نه دي خو وایې دوی نه شي کولای چې څلویښت ساعته د خپلو ټلویزیونونو ریموټونه له ماشومانو څخه و ساتي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایې، دوی په څو څو ځله د شخصي ټلویزیونونو له مالکانو د دې ډول ډرامو د اصلاحاتو غوښتنه کړې، خو وایې دغو کسانو تر اوسه دې امر ته پام نه دی کړی.

د دې وزارت د خبري آژانس مرستیالي ماریا نبرد آئین آزادي راډیو ته وویل، چې خصوصي ټلویزیونونه دا ډول ډزامې د مالي سرچېنو د پیاوړتیا لپاره خپروي، خو سپارښتنه کوي چې کورنۍ یې باید له لیدلو څخه ډډه وکړي:

(د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري کړې د رسنیو مسئولان یې غوښتي او لس ځله یې ورته ویلي چې، تاسو باید تر هغې اندازې اخلاق مراعات کړي چې، که چېري خپله همدا د رسنیو مسئولین له خپلو کورنیو، میرمنو او اولادونو سره یو سریال ګوري نباید پر هغوی باندي منفي تاثیر وکړي.)

خو د خصوصي ټلویزیونونو ځیني مسئولین له خپلو ډرامو څخه دفاع کوي او وایې د دوی ډرامې ډیر مثبت تاثیرات هم لري.

د طلوع ټلویزیون د خپرونو مسئول مسعود سنجر وایې، دوی هیڅ وخت هم داسي ډرامه نه خپروي چې په ټولنه او کورنۍ باندې له یوه سره منفي اغیز وکړي.

ښاغلي سنجر ازادي راډیو ته وویل، د ډرامو لیدل د کورنیو په شخصي تمایلاتو پورې اړه لري او وایې کورنۍ دې هڅي وکړي چې مثبتو اړخونو څخه یې ګټه واخلي:

(یو سریال یا یوه خپرونه نشي کولای یوازي پر ټولنې منفي اغیز ولري. زه فکر کوم زموږ پر ټولنې یې د منفي تاثیراتو په پرتله د مثبتو تاثیراتو اغیزه زیاته ده.

هر انسان فکر لري او کولای شي وګورئ، چې دا ښه دي او دا بد دي.

دا لاره ښه ده کوم یې دا بد دي نه یې کوم.)

په خصوصي ټلویزیونو کې د هندي او ترکي ډرامو خپریدل هغه موضوع ده چې د ملي شورا غړو یې هم په وار وار په اړه انتقادونه کړي.

که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر تل د دا ډول ډرامو چې پردی فرهنګ پکې منعکس کېږي، د بندیدو ژمنۍ کړي خو تراوسه هم دغه ژمنې عملي شوي نه دي.

که څه هم دغه خپریدونکي ډرامې ډیر مثبت اړخونه هم لري، خو د کتونکو په باور د ماشومانو ذهن دې ته نه وي چمتو چې د ښه او بد توپير یې وکړي.

کتونکي وایې، که ددې ډرامو د خپریدو مخه و نه نیول شي نو نوی نسل به تر ډیره د پردي فرهنګ تر سیوري لاندي لوی شي.
XS
SM
MD
LG