د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

"په قطرکې طالبانو ته د دفتر پرانېستنه د سولې خبرو ته لار اواروي"


د افغانستان ولسمشر وايي، په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانیستنه به مرسته وکړي چې له دې ډلې سره د سولې د خبرو لار اواره شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي روانه اوونۍ په قطر کې د دغه هيواد له امير سره طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو او د افغانستان د سولې په بهير کې د قطر د احتمالي مرستې په اړه خبرې کړې وې.

ښاغلي کرزي پرون الجزيرې تلويزيون ته په مرکه کې يو واربيا په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو ملاتړ وکړ.

کرزي، چې د يکشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له امير سره د خليج د سيمې په دغه هيواد کې طالبانو ته د دفتر پر پرانیستلو خبرې کړې وې، الجزيرې ته وويل، دې لېوال دی چې مخکې تر دې چې راتلونکي کال ناټو په افغانستان کې خپل پوځي عمليات پاي ته ورسوي په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره له طالبانو سره کار وکړي.

کرزي د خپلو خبرو په دوام کې وويل:

« پلان دا و چې دوي راولو او په افغاني ټولنه کې يې د نورو خلکو په شان جذب کړو.»

د افغانستان ولسمشر په دوحه کې د قطر له مشر سره د خپلو خبرو په اړه وويل، له شيخ حمد بن خليفه الثاني سره د ده خبرې پر دې متمرکزې وې چې د خليج د سيمې دا شتمن هيواد څرنګه د افغانستان د سولې په بهير کې مرسته کولي شي.

د افغانستان ولسمشر پخوا په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانستل کېدو سره مخالفت کړي و.
XS
SM
MD
LG