د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

فراه: د وسلوالو طالبانو په حمله کې ټولټال ۵۳ تنه وژل شوي


په فراه کې د وسله والو طالبانو د پرونۍ حملې د تلفاتو له وروستي شمېر سره سم ټولټال ۵۳ تنه وژل شوي او تر سلو زيات نور ژوبل دي.

د فراه والي محمد اکرم خپلواک ازادي راډيو ته وويل، چې په وژل شوېو کسانو کې پنځه قاضيان او درې څارنوالان هم شامل دي.

ښاغلي خپلواک همدا راز وويل، چې حمله کوونکي په پوځي يونيفورم کې محکمې او څارنوالۍ ته ورغلل، خو کله چې امنيتي ځواکونو د دوي موټر ودراوه، موټر يې وچاوداوه.

د ځينو راپورونو له مخې د حملې په مهال د لسو وسله والو طالبانو محاکمه روانه وه. خو د فراه والي دا مسله نه تاييد او نه رد کړه.

د فراه پرونۍ حمله په جلال اباد کې پر کابل بانک او د کابل د شيعه وو د محرم پر مراسمو تر حملو وروسته په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو تر ټولو خونړي بريد و.
XS
SM
MD
LG